د افغانستان د اسلامی جمهوریت د دولت رهبري ، دGSMS د جایزه ګټونکي و پیژندل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د ۲۱۰۰ کال د فبروي د میاشتې ۱۵ نېټه ، ۲۰۱۱ کال د مبایل نړیوال کانګرس، بارسلونا

GSMA

د نړیوال مبایل کانګرس (GSMA2011) د ۲۰۱۱ کال د فبروري د میاشتې د ۱۴ نه تر ۱۶نېټه پورې په بارسلونا کې ولمانځل شو. د یادونې وړ ده چې د GSMA د ۲۰۱۱ کال د حکومت د مشرتابه جایزه ښاغلی امیرزي (سنګین) د افغانستان اسلامی جمهوریت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرته ورکړل شوه.

 نوموړی جایزه د روان کال د مشرتابه د پام وړ جایزه ده، دا جایزه په ګوته کوي چی د افغانستان دولت سترې بریاوې د ګرځنده مخابراتو په برخه کې تر لاسه کړي دي . لس کاله وړاندې کله چی دافغانستان اوسني حکومت د چارو واګی په لاس کې واخیسته په هغه وخت کې یی د ګرځنده مخابراتو د سیسټم بڼسټ نه درلود او لس کاله وروسته اتیا په سلو کې وګړي دمخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې راغلي دي.

د افغانسان دولت دGSM څلورو شرکتونو ته د کار جواز ورکړی دی او رڼو سیالیو سره سره یی په ټیټه بیه او لویه کچه برخې اخیستنې ته ښه چاپیریال را منځته کړی دی . د افغانستان د حکومت دغه لر لید او مشرتابه، د هېواد اقتصاد پراخه کړ او پر مخ یی وړي .اوسمهال د ګرځنده مخابراتو په سکټور کې د ۵۰ زرو څخه ډېر کسان په کار ګمارل شوي دي او دغه سکټور د حکومت د عوایدو ۱۲ سلنه جوړوي.مخابرات د بهرنۍ پانګونې په یوه ستره او یوازینۍ منبع اووښتي ده چې د ۲ بلیونو ‌ډالرو په کچه پکې پانګه ونه شوی ده چې د ملی اقتصاد په پیاوړتیا کې یې خورا ښه رول لوبولی.

ښاغلي سنګین وویل:
زه ډېر خوښ یم چې د افغانستان د اسلامي دولت په استازیتوب د غه جایزه تر لاسه کوم، زه له جی اس ام ای څخه مننه کوم چې د ښه چاپېریال او د وړو پالیسیو او مقرراتو د وضع کولو او همدارنګه د حکومت هلی ځلییې  درک کړي دي. موږ د ګڼو امنیتي ستونزو او جګړې سره سره، د مخابراتو په برخه کې ډېرې بریاوې لرلي دي. موږ به له خپلو شریکانو سره د مخابراتو په برخه کې د شته بالقوه امکاناتو ته پام سره خپل کار ته دوام ورکړو.

د جی اس ام ای د سمون د چارو ریس تام فیلپس وویل:
دا جایزه د افغانستان د حکومت د مخکښ مشرتابه ښکارندوی دی، او د دغه هېواد پالیسۍ جوړونکو د جرات پخلی کوي، چې په خپل هېواد کې بهرنۍ پانګونې هڅوي او د طیف د کمی بیی په تادیه کوننی سره د شرکتونو د مصرف کچه را ټيټه وي. د افغانستان حکومت یو نوی اقتصادي پړاو را منځ ته کوي او د ګرځنده مخابراتو له لارې خپل سوداګري سکتور لا پیاوړی کوی.

د جی اس ام ای  حکومتی مشرتابه د سږ کال جایزی د ارزونی پلاوی په لاندی ډول دی:

- پروفیسور مارتین کیف ، د لندن د اقتصاد مکتب
- جونفریدریک بکساس، د ټیلینار د ‌ډلې  ریس او CEO
- سفیر دیوید ای ګروس، د ویلی رین شریک
- روب کانوی ، دGSMA د پلاوي غړی او CEO

نوموړی جایزه د دولتي ګرځنده مخابراتو پهټولنځي کې چې په کال کې یو ځل پرانیستل کېږي چې په کې د څه د پاسه ۳۵۰ هېوادونود مخابراتو د سکټور د برابرولو پلاوي، د سکټوري موضوعاتو په اړه خبرې اترې کوي، د افغانستان حکومت ته د ګرځنده مخابراتود سکتور د  پراختیا په اړه ورکول شوه.

نوموړي غونډه یوه کلیدي غونډه ده، چې د جی اس ام ای له کیلیدی پروګرامونو څخه ګڼل کېږی، د جی اس ام ای د ګرځنده مخابراتود نړیوال کانګرس ورځ د بارسلونا په ښار کې لمانځل کېږي. په ۲۰۱۱ کال کې دغې غونډې د نړۍ د ۱۲۰ هېوادونو څخه حکومتي پلاوي را جلب کړي دي.

تازه ترین خبر

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۱۱
Background image

سروی برای ایجاد یک سایت مخابراتی در ولسوالی شکین ولایت پکتیکا

به منظور ارائه خدمات مخابراتی و انترنتی به مناطق دورافتاده کشور، سروی برای ایجاد یک سایت مخابراتی شرکت...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۳
Background image

نظارت از پروسه فروش سیم کارت‌های یک تعداد شبکه های مخابراتی در ولایت سمنگان

در جریان این نظارت، اطمینان حاصل شد که تاکنون سیمکارت‌هایی که از طرف شبکه‌های مخابراتی برای نمایندگی های...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۵۱
Background image

نظارت از پروسه فروش سیم کارت‌های جدید در ولایت ننگرهار

طی این نظارت مشخص شد که جریان فروش سیمکارت‌های جدید شبکه‌های مخابراتی در این ولایت...

بازگشت به خبر