د میدان وردکو ولایت یو شمېر سېمو کې د مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۱۳
میدان وردک

د میدان وردګ ولایت لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو په موخه د نرخ ولسوالۍ تیتمور او صدمردی سیمو کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې له دوه سایټونو څخه چې د ټي ډي ایف لسمې پروژه کې نرخ ولسوالۍ ته پلان شوي وو له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه.

د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده شرکتونو ته سپارښتنه وشوه څو رغنیزې چارو کې کیفیت او معیار په نظر کې ونیسي او د قرارداد مطابق یې سر ته ورسوي.

یاد مخابراتي سایټونه د نرخ ولسوالۍ محرومو سیمو ته په نظر کې نیول شوي چې فعالېدو سره به یې د تیتمور او صد مردې سیمو سربیره شاوخوا کلیو ته انټرنټي او مکالماتي آسانتیاوې برابرې کړي.

میدان وردکو ولایت ۳ ولسوالیو کې د اټوما مخابراتي شرکت ظرفیت له ۳جی څخه ۴جی ته لوړ شو.

د هېواد ګڼو سیمو کې د مخابراتي شبکو د کیفیت د ښه والي په موخه د میدان وردکو ولایت سیدآباد، جلریز او چک ولسوالیو کې د ۳ مخابراتي انټنونو ظرفیت له  ۳جی څخه ۴جی ته لوړ چې له مخې به یې یادو سیمو کې غوره انټرنټي او مکالماتي چوپړتیاوې وړاندې کوي.

د هلمند ولایت باغران ولسوالۍ مایګانو سیمه کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي خدمات فعال شول.

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په لړ کې د هلمند ولایت باغران ولسوالۍ مایګان سیمه چې تر دې مهاله یې هیڅ راز مخابراتي آسانتیاو ته لاسرسی نه درلود د افغان بیسیم مخابراتي شرکت خدمات فعال شول.

د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره له مایګانو سربیره د باغران ولسوالۍ باغورګک، قره باغ، او یو شمېر نورې سیمې هم له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شوې.

د یادونې وړ ده د یادې سیمې د مخابراتي چوپړ د پیاوړتیا په موخه راتلونکي کې د یو شمېر نورو مخابراتي انټنونو د فعالېدو پلان هم شته.

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز بلند منزلو سیمه کې ۴جی خدمات پیل شول.

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز بلند منزلو سیمه کې د مخابراتي چوپړ د پراختیا، د اړیکو او انټرنټي خدمتونو د کیفیت د ښه الي او همداراز مرکز ګردیز ښار کې د آسانتیاو په موخه د روشن مخابراتي شرکت یو ۴جی سایټ خپل خدمات پیل کړل.

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست رییس ښاغلي مولوي نصیرالله هجرت یادونه وکړه چې د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست به د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د لوړوالي او د نوې ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي، تر څو د خلکو په ورځنیو چارو کې چټکتیا او آسانتیا رامنځته شي.

تازه ترین خبر

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

کار ایجاد یک سایت مخابراتی در ولسوالی سالنگ ولایت پروان آغاز شد

سایت مخابراتی یادشده که کار ساختمانی آن هم‌ اکنون آغاز شده، در مدت چهار ماه...

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۶:۴۶
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۱۶
Background image

در ولسوالی برکی برک ولایت  لوگر، سروی جهت ایجاد یک سایت مخابراتی انجام گردید

ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت لوگر در قریه پنده ولسوالی برکی برک  به خاطر...

بازگشت به خبر