په ډیجټلي پېر کې، د ښځو پیاوړې کولو ښوونیز پروګرام تر سره شو:

Author image
enayat_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۱ - ۱۶:۲۲
جلسه


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مالي او داري مرستیال محمد هادي هدایتي نن چهار شنبه، د لېندۍ میاشتې یوویشتمه نېټه، په ډیجټلي پېر کې د ښځو پیاوړې کولو ښوونیزه غونډه کې ګډون وکړ.
ښاغلي هدایتي د ښځو پیاوړې کولو پروګرام د پيل په اړه وویل:«دا راز پروګرامونه د وزارت او پوهنتونونو تر مېځ د نښلوونکې پل حیثیت لري.»
د مخابراتو مالي او اداري مرستیال زیاته کړه: «مخابراتو وزارت ته د نوې مشرتابه له راتلو سره، د ټکنالوژۍ په برخه کې ظرفیت جوړولو ته ښه زمینه برابره کړې ده.»
په دغه غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، د ښځو چارو وزارت استازو او وزارت رییسانو او پنځو پوهنتونونو رییسانو ګډون کړی وو.
په غونډه کې د ابن سینا پوهنتون رییس محمد امین احمدي، له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت څخه د دا ډول ښوونیزو پروګرامونو جوړولو  د مننې او قدردانۍ تر څنګ زیاته کړه: « د ټکنالوژۍ په برخه کې افغان محصلین هم کولای شي، له ډیجټلي فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې، افغانستان له ټولې نړۍ سره سیال کړي.»
ښاغلي  احمدي وویل: «ځوانان کولای شي  د ټکنالوژۍ فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې، هیواد ته د اقتصادي فرصتونو تر څنګ افغانستان له هر راز ستونزو څخه خوندي کړي»
د ښاغلي احمدي په وینا، ښځې یوازې د ټکنالوژۍ اسانتیاوو پر مټ کولای شي، پر وړاندې یې روانو جنستي چلندونو ته د پای ټکی کیږدي.

ح


امین احمدي د ښځو ملاتړ غونډو له امله، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له روانو هڅو د ستاینې تر څنګ زیاته کړه، دغه وزارت باید په نیږدې راتلونکې کې روسیې ته د تلونکو زده کړیالانو ملاتړ وکړي.
په دغه مراسمو کې، چې له پوهنتونونو سره د همکارۍ پیل پروګرام وو، پکې د پنځو پوهنتونونو، ۵۰ محصلینو ته د ټکنالوژۍ په برخه کې کار زده کړې فرصتونه رامینځته کیږي.
د ټکنالوژۍ په برخه کې د ښځو ملاتړ غونډې ته، ښځو چارو وزارت وزیرې دلبر نظري را لېږل شوی پیغام د دغه وزارت یوې استازې له خوا ولوستل شو، چې اغلې وزیرې پکې د ښځو ملاتړ په پار د مخابراتو وزارت له وروستیو هڅو ستاینه او ملاتړ اعلان کړ.
اغلې نظري په رالیږلي پیغام کې له محصلینو غوښتي ول، چې د ټکنالوژۍ په برخه کې د مخابراتو وزارت له رامېنځته شویو فرصتونو څخه پوره ګټه واخلي.
د دغو مراسمو په پای کې، هغو پنځو محصلینو ته چې د ټکنالوژۍ په برخه کې یې له اسیا څخه بېلابېل مقامونه تر لاسه کړي ول، د وزارت مالي او اداري مرستیال له خوا، ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

ع

 

تازه ترین خبر

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

سروی برای ایجاد یک سایت مخابراتی در ولایت کندز انجام شد.

در شاهراه ولسوالی دشت ارچی ولایت کندز توسط تیم مشترک مسلکی و تخنیکی ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

برگزاری نشست هماهنگی میان ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت با مسئولین شرکت های مخابراتی

در این نشست، محترم مولوی مطیع‌الله عابد رئیس مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت لوگر بر اهمیت بهبود خدمات مخابراتی در سطح...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

یک سایت مخابراتی شبکه سلام در ولسوالی شهرستان ولایت دایکندی ایجاد و به بهره ‌برداری سپرده شد

به منظور گسترش خدمات مخابراتی به مناطق محروم ولایت دایکندی یک سایت مخابراتی شبکه سلام...

بازگشت به خبر