د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د نړیوال بانک د ترانسپورټ او آي سي ټي د څانګې له رئیس سره ولیدل

mcitadmin
شنبه ۱۳۹۷/۱/۱۸ - ۵:۳
fff

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبی د نړیوال بانک د ټرانسپورت او د نړیوالې برخې د رییس فرانز آر ډریس-ګراس چې د امریکا په متحده ایالتونو کې میشت دی او د افغانستان او د سهیلي آسیا لپاره د نړیوال بانک رییس ښاغلي شبهام چودري سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل
په لیدنه کې په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په فعلی وضیعت خبرې وکړی خو په ځانګړي ډول د ډیجیټل کاسا (Digital CASA) پروژې په اړه په تفصیل تر بحث لاندې ونیول شو او همداراز ښاغلي شهزاد آریوبی له دوی څخه د ډیجیټل کاسا پروژې د منلو له امله مننه وکړه.

دغه پروژه چې ۵۱ میلیونه امریکايي ډالره یې ټوله بودیجه ده په راتلونکې پنځو کلونوکې به په افغانستان کې پلي شي
دا پروژه څلور برخې لري: ۱. د کورني او سیمه ایزاتصال لپاره زیر بنا جوړول ۲. بريښنايي حکومتولي ۳. د خصوصي سکټور لپاره د چاپیریال چمتو کول، د ډیجیټل مهارتونو لوړول، د دندو زیاتول او په دې برخه کې د نوښتونه رامنځته کول ۴. د ادارو او د پروژو مدیریت  پیاوړي کول.

تازه ترین خبر

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۶:۵۵
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک سایت مخابراتی در ولسوالی اشترلی ولایت دایکندی

طی این نظارت به شرکت متذکره توصیه گردید تا کار اعمار سایت مخابراتی یاد شده را مطابق به شرایط...

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۶:۱۱
Background image

فراهم شدن سهولت های مخابراتی برای هموطنان عودت کننده از ایران در هرات

در این نمایندگی‌ها به مهاجران عودت کننده سیم کارت‌های مخابراتی رایگان...

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۱۶
Background image

سروی جهت ایجاد ۱۶ سایت مخابراتی در مناطق محروم ولایت لوگر انجام شد

به منظور فراهم نمودن تسهیلات خدمات مخابراتی و رسانیدن این خدمات به مناطق دوردست کشور، در ادامه گسترش خدمات مخابراتی...

بازگشت به خبر