د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او د کابل ښاروالۍ تر منځ د لایسنسونو او جواز سیرونو د الکټرونیکي کولو هوکړه لیک لاسلیک شو

mcitadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۱۰/۱۳ - ۵:۳
asdsa

د روان 1396 کال د مرغومې د میاشتې په 13 مه نیټه د لایسنسونو او جواز سیرونو د الیکټرونیکي کیدو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د کابل ښاروالۍ تر منځ هوکړه لیک د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې لاسلیک شو.
د مخبراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي په خبلو خبرو کې وویل : چې ددې سیستم له مخې جواز سیر، او د موټر چلولو جواز یا لایسنس برېښنايي او په معیاري ډول جوړيږي او د ځيرکو کارتونو (Chip) څخه پکې کار اخيستل کیږي او د کابل ښار په کچه د ترافیکو د سیستم له پاره ډېټابیس رامنځته کيږي چې پدې سره به د کابل د عمومي مدیریت مراجعین وکولی شي د عریضو پر ځای انلاین غوښتنلیکونه وړاندې او اړونده فورمې ډکې کړي.
ښاغلي آریوبي زیاته کړه چې د ترافیکو الکترونکي کیدل به له يوې خوا د مراجعینو د زیاتې ګڼې ګونې مخه ونیسي، فساد به له منځه ولاړ شي او له بل پلوه به په چارو کې اسانتیا رامنځ ته شي او همدارنګه ددې سیستم په عیاریدو سره به د کابل ترافیکو د عمومي مدیريت مراجعین جواز سیر او د موټر چلولو جواز یا لایسنس په انلاين ډول نوی کولای شي او د پست خونو له لوري به يې په اسانی سره ترلاسه کوي.

تازه ترین خبر

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

در ولایت کندز یک سایت شرکت مخابراتی روشن فعال و به بهره‌ برداری سپرده شد

با فعال شدن این سایت مخابراتی، باشندگان منطقه متذکره به خدمات مکالماتی و اینترنت باکیفیت...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

ظرفیت ۵ سایت‌ شبکه مخابراتی سلام در مرکز ویک تعداد ولسوالی ها ولایت پکتیکا به تکنالوژی به نسل چهارم (4G) ارتقا یافت

ه منظور بهبود کیفیت پوشش مخابراتی و رسیدگی به مشکلات مخابراتی شرکت مخابراتی...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

در ولسوالی شیگل ولایت کنر یک سایت مخابراتی شبکه سلام فعال و به‌بهره‌ برداری سپرده شد

این سایت مخابراتی به هدف خدمات بهتر مخابراتی با تکنالوژی...

بازگشت به خبر