په نړیوال مخابراتي پنځلسم کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ګډون

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

 

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدي د یو رسمي سفر په ترڅ او د هیواد د مخابراتو وزارت د پلاوي په سر کې د نړیوال مخابراتي پنځلسم کنفرانس کې چې د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې لخوا د خپلې د 150 می کلیزې په مناسبت د هنګري هیواد د بوداپست په ښار کې جوړ شوی و ګدون وکړ.

په یاد کنفرانس کې د نړۍ د 129 هیوادونو څخه ۴۰۰۰ تنه ګډون کړی وو. په یاد کنفرانس کې 235 تنو د پلاوي مشرانو د دولتونو، محققینو، خصوصی متشبثینو، د نړۍ د ډیرو سترو او با اعتبارو کمپنیو په استازیتوب ګډون کړی وو.

یاد کنفرانس چې د ITU Telecom World 2015 تر عنوان لاندې جوړ شوی وو د څلورو ورځو (12 اکتوبر څخه تر 15 اکتوبر

) لپاره دوام وکړ. په لومړی ورځ، د کنفرانس پروګرام د نړیوالې مخابراتي ادارې د سکرتر جنرال ښاغلي Houlin Zhao او د هنګری جمهوریت صدر اعظم ښاغلي Viktor Orban ویناوو سره پرانیستل شو.

لومړی ښاغلي Houlin Zhao ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ویلو سره خپله وینا واوروله او د متوسطو او کوچنیو پانګوالو د نوښت او د ژوند د چارو د ډیجیټلي کیدو پر رول یې خبرې وکړې. دغه څلور ورځنۍ کنفرانس د نندارتون د جوړولو، د وزیرانو ګردۍ میز، پر مهمو تخنیکي موضوع ګانو،  د استازو او تخنیکي ګروپونو د ناستو (Panel Sessions) او د نوښتونو د وړاندې کولو ناستو او په برخو کې تنظیم شوی وو.

د هیواد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدي د وزیرانو د ګردی میز په ناسته کې چې د کنفرانس په دوهمه ورځ جوړه شوې وه د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازیتوب د مخابراتو په برخه کې د هیواد د لاسته راوړنو او پلانونو په اړه خپله وینا وړاندې کړه، او همدا راز د ITU د Budapest Call for Action پروګرام پر بنسټ د همکاریو، سیمه ییزو اړیکو، د سالمو سیالیو څخه د ملاتړ، د پانګو د را جلبولو او د کوچنیو او متوسطو پانګوالو څخه د ملاتړ په اړه خبرې وکړې.

د کنفرانس په اوږدو کې، افغاني پلاوي د لیدنو سره یو لړ اړینې لاسته راوړنې درلودلې:

کتنې:

  1. افغاني پلاوي د آذربایجان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي علي محمد عباسوف او د اذربایجان د نړیوالو همکاریو د څانګې د رئیس ښاغلي ایاز ابایراموف سره کتنه وکړه. په دغه کتنه کې پر هغه هوکړه لیک چې څو کاله مخکې د دواړو هیوادونو ترمینځ لاسلیک شوی وو له سره کتنه، د اسانو خدمتونو (Shop one Stop) د وړاندې کولو، د کابل ښار د ادرس سیستم په پراختیا کې همکاری، د تجربو شریکولو، د e-Voting system, IP/MPLS پروژو د څیړنو او پراختیا، د بښنایي حکومتولۍ په برخه کې پر لیکه د اذربایجان د متخصصینو لخوا د منځمهالو او لنډمهالو روزنیزو پروګرامونو له لارې د وړتیاوو د لوړولو د امکاناتو پر څیړنو باندې خبرې اترې وشوې. د دغې کتنې په پایله کې اذربایجان افغانستان سره د 1.5 میلون ډالر مرستو ژمنه وکړه.
  2. د روسیې فدراتیف د مخابراتو او ټولیزو رسنیو د وزیر ښاغلي نیکولای نیکیفوروف سره کتنه: په دغه کتنه کې پر یو لړ موضوع ګانو د نظر تبادله او هوکړه وشوه: پر بیلا بیلو پروژو د کار په موخه د کاري ټیم پیژندنه، د سافټ وئیر پروژو څخه د روسیې ملاتړ، په زیربنایي پروژو کې د روسیې مرسته، د وړتیاوو د لوړولو په موخه د متخصصیونو تبادله.
  3. د ایران د معلوماتي ټکنالوجۍ او اړیکو وزیر ډاکټر محمود واعظی سره کتنه: پر هغه هوکړه لیک چې څو کاله وړاندې لاسیک شوی وو له سره کتنې باندې هوکړه، په مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ او روزنیزو اوږمهالو او لنډمهالو پروګرامونو کې د ایران مرسته، د نوري فایبر پروژې سره مرسته، د پستي خدمتونو په عصري کولو کې پر مرستو خبرې او هوکړه وشوه. همداراز د ایران د اړیکو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر افغاني پلاوي ته د هغه هیواد څخه د لیدنې بلنه ورکړه.
  4. د نړیوال بانک له استازي سره کتنه: په دغه کتنه کې د نوري فایبر شبکې پر پراختیا او د سټلایټ پروګرام، د مبایل او برښنایي حکومتولۍ، خلاصې پالیسۍ (Open access Policy) او مقرراتي موضوع ګانو) بحث وشو. نړیوال بانک د 2016 کال لپاره د مخابراتو وزارت سره د 10 ملیون ډالر مرستو ژمنه وکړه.
  5. د ITU د مخابراتي پراختیا ادارې د مشر ښاغلي براهیما سانا او د ITU  د مرستیال سره کتنه کې پر مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ پلانونو خبرې وشوې. په دغه کتنه کې د ITU   مرستیال په معلوماتي ټکنالوجۍ او برښناییز حکمتولۍ په برخه کې د افغانستان د کارکوونکو د روزنې ژمنه وکړه. همدا راز هغه څرګنده کړه چې د UNDSA څخه به وغواړي چې د زده کړو په برخه کې د افغانستان سره خپلې مرستې ډیرې کړي.

د استونیا هیواد سره بنسټیزې خبرې او هوکړې:

د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې په کنفرانس کې د خپل رسمي سفر په دوام کې  د استونیا هیواد ته هم سفر وکړ او د هغه هیواد د لوړپوړو چارواکو سره یې لیدنې وکړې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او مرستو په هکله یې خبرې وکړې. ښاغلي وحیدي د X-road  حکومتولۍ چې د برښنایي حکومتولۍ د پروژې د کار د څرنګوالي څخه کتنه وکړه.  د دغې پروژې په لیدلو سره د مخابراتو وزیر ښاغلي وحیدي پریکړه وکړه چې دغه پروژه په افغانستان کې د دولتي ادارو ترمینځ د مکتوبونو او اسنادو برښناییزې تبادلې لپاره وکاروي او په دې برخه کې به استونیا د افغانستان سره مرسته کوي.

په دغه سفر کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اکاډمیک مشارکت یو هوکړه لیک لاسلیک شو چې پر بنسټ یې د استونیا دولت ژمنه وکړه چې افغانستان د محصلینو لپاره به د ماسټری او دکتورا تر کچې د لوړو زده کړو زمینه برابروي، برسیره پر دې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتیوت او استونیا د تلین پوهنتون تر منځ د همکارۍ زمینه برابره شوه. پدې برخه کې د تلین پوهنتون چارواکو ژمنه وکړه چې پر لیکه د زده کړو زمینه برابروي. د هوکړې سره سم د استونیا هیواد به د تلین پوهنتون استادن د افغانستان په مخابراتي او معلوماتي انستیتیوت کې د تدریس لپاره رالیږي. او همداراز د انستیتیوت د زده کړې نصاب به معیاري کوي.

ټاکل شویده چې په راتلونکي اونۍ کې د استونیا د دولت یو رسمي پلاوی د دغو هوکړه لیکونو پر بنسټ افغانستان ته سفر وکړي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او همداډول برښنایي حکومتولۍ پورې اړوندو زیربناوو څخه لیدنه وکړي.

 

تازه ترین خبر

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک سایت مخابراتی شرکت اتصالات در ولسوالی سیاه گرد غوربند ولایت پروان صورت گرفت

ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت پروان و تیم تخنیکی مشترک اداره تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) به منظور فراهم نمودن...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

نظارتی به هدف جلوگیری از فعالیت‌های پُستی غیر قانونی در ولایت کنر انجام شد

طی این نظارت از فعالیت آن تعداد شرکت‌های که در بخش خدمات پُستی فعالیت می‌کردند توصیه شد که از ارائه خدمات پُستی غیرقانونی...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

اعلان اشتراک در پریزنتیشن‌های علمی ـ تحقیقی در نمایشگاه تکنالوژی معلوماتی (Research Presentations from Academia)

هدف این برنامه تقویت همکاری میان پوهنتون‌ها، مراکز علمی ـ تحقیقی و صنعت تکنالوژی معلوماتی، شریک ‌سازی...

بازگشت به خبر