د معلوماتو او مخابراتي ټکنالوجۍ لومړنۍ اخبار ټیک ټایمز خپرول او د ډیوی پروګرام د جوایزو ویشل
د ډیوې ( دنوښت ډیوی) پروګرام د دریمې دورې جایزې په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې د ۱۳۹۳ کال دقوس میاشتې په ۲۲ مه نيټه جوړ شوی و د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا د سیالیوګټونکو ته ورکړل شوې او همداراز په یاد کنفرانس کې د ټیک تایمز تر عنوان لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ اخبارهم پرانیستل شو.
په یاد کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست او تخنیکي مرستیال ښاغلي بریالي حسام د ډیوې پروګرام په هکله معلومات ورکړی او ویې ویل: چې د ډیوې پروګرام څخه موخه په هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ او موبایل ټکنالوجۍ د استعمال له لارې د نوښت کلتور ته وده ورکول دی.
هغه زیاته کړه: چې د مخابراتي او معلوماتي تکنالوجۍ او مبایل ټکنالوجۍ په برخه کې د نوښتونو د ودې او پراختیا له لارې جوړ شوي حل لارې به د دولتدارۍ او عامه خدمتونو په برخه کې شته بیلا بیلو ننګونو ته ځواب ووایي او په هیواد کې به د نوښت کلتور په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي او په هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور د دوامدارې ودې او پراختیا په برخه کې به اغیزمن رول ولري.
ښاغلي حسام د خپلو خبرو په دوام وویل: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت به ددې پروګرام له لارې ډول ډول سیالۍ اعلان کړي او د هغو افغانانو د وړاندیزونو تر لاسه کولو په لټه کې به وي، چې د مبایل ټکنالوجۍ په برخه کې داسې نوښتګر وړاندیزونه او حل لارې وړاندې کړي چې د اعلان شوي سیالیو ته په موثره توګه ځواب ووایی.
ښاغلي حسام یادونه وکړه چې د سیالۍ ګټونکو ته به له ۲۰۰۰ ډالرو څخه بیا تر ۸۰۰۰۰ امریکایي ډالرو پورې مالي انعامونه ورکړل شي.
همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست په افغانستان کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ لومړنۍ اخبار (د ټکنالوجۍ عصر – افغانستان) په اړه یې خبرې وکړې. چې د ټکنالو عصر – افغانستان دوه میاشتنۍ اخبار له لارې به د مخابراتو وزارت د لاسته راوړنو او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور د پرمختګونو په اړه عام وګړی، بهرني ډیپلماټیک او نور نړیوالې ادارې، غیر دولتي جوړښتونه کورنی او بهرني رسنۍ پوره او په وخت معلومات تر لاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې ددې دوه میاشتنۍ د امتیاز خاوند د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دی، چې د معلوماتي ټکنالوجۍ او نوښت ریاست تر مشرۍ لاندې په هرو دوو میاشتو کې یو ځل په لس زره تیراژه کې چې په پشتو، دری او انګلیسي ژبو او د پاڼو شمیر به یې تر دولسو پورې وي خپریږي
