د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر امیرزي سنګین د یحی خیلو د پیښې له زخمیانو څخه په روغتون کې لیدنه وکړه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر امیرزي سنګین د یحی خیلو د پیښې له زخمیانو  څخه په روغتون کې لیدنه وکړه

د۱۳۹۳ کال د لیندۍ ۴ مه

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي امیرزي سنګین د دغه وزارت د مشرتابه او د پکتیکا ولایت د ستازو په ملګرتیا نن سهار د پکتیکا ولایت د یحی خیلو ولسوالۍ د ځانوژونکي تروریستي برید  له ټپيانو سره د خواخوږي او مرستې کولو په موخه د سردار محمد داود خان په روغتون کې  له هغوي سره کتنه وکړه او خپله همدردي یې ورسره شریکه کړه.

ښاغلي امیرزي سنګین د دغې پیښې د غندلو په ترڅ کې وویل چې د ولسي وګړو په نښه کول د هغو دښمنانو کار دی چې ملکي وګړو ته د درد او غم له رسولو پرته، بل څه نه غواړي.

هغه  زیاته کړه چې د افغانستان دښمنان د پرديو په اشارې سره د دا ډول ډارنو کړنو په ترسره کولو سره، له بې ګناه ولسي وګړو سره خپله څرګنده دښمني ښيي.

همدا راز ښاغلي سنګین ټپیانو ته دلازمې نغدې مرستې په ورکولو سره هغوی ته د لوی خدای له درباره څخه د عاجلې روغتیا هيله وکړه.

 

 

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

فعالیت ۲ دستگاه غیرمجاز ستلایت در ولسوالی یکاولنگ ولایت بامیان متوقف گردید

به اساس هدایت مقام محترم وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، مطابق به قانون اداره تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) به منظور جلوگیری از خدمات غیر قانونی...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۱۴
Background image

به تعداد ۲ سایت مخابراتی شرکت اتوما در شهر قلات مرکز ولایت زابل فعال و به بهره برداری سپرده شد

به هدایت مقام محترم وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت زابل و به همکاری شرکت اتوما...

بازگشت به خبر