په تخار ولایت کې درې مخابراتي پروژې پرانیستل شوې

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین د روان ۱۳۹۳ کال د دلوې میاشتې په ۱۸ مه نیټه (د شنبې په ورځ) تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۳ مخابراتي پروژو (نوري فایبر، افغان ټنلی کام ۵۰۰۰ مزي لرونکي ډیجیټل ټلیفون او د سلام 3G ) کار پرانیست.

په دغه سفر کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر او ور سره پلاوی د تخار ولایت د دولتي چارواکو او خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شو او د نوموړي ولایت د ذکرشويو پروژو د کار په اړه یې په اړونده غونډه کې ګډون وکړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګين په یاده غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي د ارزښت او اهمیت په اړه معلومات ورکړل او په هیواد کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ د وضعیت او پرمختګ په اړه یې په تفصیل خبرې وکړې. ښاغلي سنګین وویل چې د مخابراتو سکتور په هیواد کې یو له بنسټیزو سکتورونو څخه دی چي د هیوادوالو په اقتصادي، ټولنیز، علمی او فرهنګي چارو کې مهم رول لوبوي. اوسمهال د هیواد ۹۰ سلنه وګړی د مخابرا تو او انټرنټ خدمتونو ته لاسرسۍ لري، د مخابراتو په برخه کې تر ۲،۵ ملیارده ډالر پانګونه شوې چې زرګونو هیواد والو ته پکې د کار او بوختیا زمنیه برابره شوې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دولت ته کلني عواید له ۲۰۰ میلیون ډالرو څخه اوړي.

محترم امیرزي سنګين د خپلو خبرو په ترڅ کې په تخار ولایت کې د مخابراتو او انټرنټ پرمختګونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: چې د دغه درې پروژو په فعالیدو سره د تخار ولایت ښاریان به د معلوماتي ټکنالوجۍ او انټرنت خدمتونوته په مناسبه او ارزانه بیه لاسرسۍ ومومي او د افغان ټنلیکام نوري فایبر چې د مخابراتو او انټرنټ په برخه کې یوه پرمختللې ټکنالوجي ده او د افغان ټیلی کام سلام شبکې په وسیله د تخار  خلک کولای شي چې د هیواد ټولو ولایتونو او د نړۍ له هیوادونو سره اړیکې ټینګې کړي او خلکو ته د پوهنې، لوړو زده کړو، روغتیا، کرنې او نورو برخو کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته کړي.

وروسته دتخار ولایت محترم والی  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو څخه ستاینه وکړه او د یادو پروژو پرانیستل یې د تخار ولایت لپاره یو ستر پرمختګ وباله.

همدا راز د تخار ولایتی شورا غړيو او یو شمیر قومي مشرانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مقام تخار ولایت ته له پاملرنې څخه د مننې په څرګندولو سره د مخابراتو وزارت کړنې وستایلې.

 

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

فعالیت ۲ دستگاه غیرمجاز ستلایت در ولسوالی یکاولنگ ولایت بامیان متوقف گردید

به اساس هدایت مقام محترم وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، مطابق به قانون اداره تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) به منظور جلوگیری از خدمات غیر قانونی...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۱۴
Background image

به تعداد ۲ سایت مخابراتی شرکت اتوما در شهر قلات مرکز ولایت زابل فعال و به بهره برداری سپرده شد

به هدایت مقام محترم وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت زابل و به همکاری شرکت اتوما...

بازگشت به خبر