د ابتکارپروګرام کې د احتمالي نوي کاروبار پیل کوونکي په توګه د نوم ثبتولو بلنلیک

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د نړیوال بانک په همکارۍ، د ټکنالوجۍ د نوي کمپنیو د پیل کولو لپاره اسانتیاوي چمتو کړي دي. د نوي کاروبار پیل کولو دا پروګرام ابتکارنومول شوی دی. د ابتکار پروګرام مدیریت د TechNation لخوا ترسره کیږي، چې د ټکنالوجۍ او نوي کاروبار پیل کولو افغاني اداره ده، او په پام کې لري چې د نوي کاروبار هغه کمپنۍ او بنسټ ایښیدونکي استخدام کړي چې د کاروبار لپاره نوښتګر نظریات لري، او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د خپلو شخصي کمپنیو جوړولو ته لیوال دي، او هغه مهارت لرونکي کسان چې له دي نوي پیل کیدونکو کمپنیو سره د یو ځای کیدلو مینه لري.

د ابتکار پروګرام به د نوي کاروبار پیل کوونکو ته وسایل، سهولتونه، زیربناوي، لوژیستیکي ملاتړ، د کاروبار د پراختیا خدمتونه، څارنه او زده کړه ورکوي، او دا ټول خدمتونه به وړیا وي، تر څو له هغوی سره مرسته وکړي چې خپله نوي کمپنۍ جوړه کړي او هغه په پښو ودروئ.

که چیرې تاسي کوم کاروباري نظر او یا کوم تولید لرئ، او غواړئ چې هغي ته پراختیا ورکړئ او په یوه کمپنۍ يي بدله کړئ، او یا هم مهارتونه لرئ او غواړئ چې له دي نوي پیل کیدونکو کمپنیو سره یو ځای شئ، مهرباني ورکړئ د ۲۰۱۴ کال د اګست میاشتي تر ۳۱ نیتې پورېزموږ د نوي کاروبار پیل کولو د درخواست فورمه بشپړه کړئ.

د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ او لاندې کس سره اړیکي ونیسئ:

بریښنالیک:ibtikaar@technation.afکاپی: ibtikaar@mcit.gov.af

ټیلیفون: ۸۶۲ ۱۶۱ ۷۸۸ ۹۳+

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۲۲
Background image

نظارت از فعالیت شبکه‌های مخابراتی در ولسوالی دره ولایت پنجشیر

ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت پنجشیر همراه با نماینده ولایتی اداره تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) از خدمات...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۶
Background image

نظارت از ایجاد ۳ سایت مخابراتی شبکه سلام در یک تعداد ولسوالی‌های ولایت دایکندی انجام شد

از پروسه ایجاد ۳ سایت مخابراتی شبکه سلام که در ولسوالی‌های شهرستان، میرامور و اشترلی این ولایت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۹
Background image

ارتقای ظرفیت یک سایت شبکه مخابراتی سلام در ولسوالی لجه منگل ولایت پکتیا

بر اساس سعی و تلاش مشترک ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت پکتیا، اداره اترا و شبکه مخابراتی سلام ظرفیت...

بازگشت به خبر