په کندهار ولایت کې د دیجیټل ټیلفون او سلام شبکه پرانیستل شول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین د روان ۱۳۹۲ کال د دلوې میاشتې په ۲۹ نیټه کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغان ټیلي کام، DSL او سلام شبکه پرانیستل او همداراز د کندهار ولایت په عینو مینې ښارګوټي کې یې د فایبر نوری د پروژې دتعمیر ډبره کیښودل شوه .

په دغه سفر کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر او ورسره پلاوی ته د کندهار خلکو او دولتي چارواکو ښه راغلاست ووایه او له راتګ څخه یې کندهار ولایت ته خپله خوښي څرګنده کړه.

لومړی د کندهار ولایت والي ښاغلي توریالی ویسا د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خدمتونه با ارزښته او د قدر وړ وبلل او د دغه وزارت لاسته راوړنې یې وستایلیې. ښاغلي ویسا وویل: مونږ په یو ټلیفون پسې ګاونډي هیواد پاکستان به تلو، خو اوس له نیکه مرغه په ټوله نړۍ کې له کوم خنډ پرته خبرې کولای شو او یو بل لیدلی هم شو دا لويې لاسته راوړنې دي په کندهار ولایت کې د افغان ټیلی کام  سلام 3G، DSL خدمتونه فعالیدل یو لوی ویاړ دی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزی سنګین له پاملرنې او هڅو څخه مننه.

ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزی سنګین خبرې وکړې او د کندهار ولایت د خلکو د تاوده هرکلي څخه د مننې پّ څرګندولو سره یې وویل: ډیر خوښ یم چې کندهار ولایت ته سفرکوم په کندهار ولایت کې د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو پروژې پرانیستل به د کندهار ولایت د خلکو په ژوند او چارو کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.

ښاغلي امیرزی سنګین د خپلو خبرو په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لاسته لنډه اشاره وکړه او ویې ویل: د مخابراتو په سکتور کې له دوه ملیاردو ډالرو زیاته پانګونه شوی، او کلني عایدات یې دولت ته له ۲۰۰ ملیونو دالرو اوړي، چې په ترڅ کې یې څه باندې ۲۰۰ زره هیوادولو ته د کار زمینه برابره شوې او عملا په مستقیم او غیر مستقیم ډول په دغه سکتور کې بوخت دی.

ښاغلي امیرزی سنګین د خپلو خبرو په دوام په کندهار ولایت کې په یو وخت فایبر نوری  او د سلام شبکه مخابراتي او انټرنټي پروژو د کار پیل یوه ستره لاسته راوړنه ده.

ښاغلي سنګین وویل DSL خدمتونو فعالیدو سره هر څوک کولای شي یو ټلفون واخلي هم خبرې وکړي او هم انټرنټ په ښه کیفیت او ارزانه بیه ترلاسه کړي. همدا راز د سلام 3G شبکه د نړۍ په کچه نوی او پرمختللی ټکنالوجي ده خلکو ته د انټرنټ څخه په ګټه اخیستنې غوره اسانتیاوې برابروي او پدې برخه کې دافغان ټیلی کام دعایداتو نه ۶۵ ملیون ډالر پانګونه شوی.

په پای کې د کندهار ولایت چارواکو هر یو، د ولایتي شورا رییس، د کندهار ولایت سوداګریزو خونو رییس ښاغلي نصرالله او د کندهار پوهنتون علمي مرستیال په وار سره خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر او ورسره پلاوي ته یې ښه راغلاست ووایه او د دغه وزارت د کارونو او لاسته راوړنو څخه یې ستاینه وکړه.

تازه ترین خبر

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

فعال‌سازی ۲۷ سایت مخابراتی در ولایت بادغیس، به ویژه در مناطق محروم

در حال حاضر در مناطق مختلف ولایت بادغیس ۱۰۳ آنتن مخابراتی نصب گردیده که در حل مشکلات انترنتی و...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳۳
Background image

دو سایت ۴جی شبکه مخابراتی سلام در ولسوالی شاجوی ولایت زابل ایجاد و به بهره ‌برداری سپرده شد

به منظور گسترش خدمات مخابراتی به مناطق محروم کشور دو سایت ۴جی شبکه مخابراتی سلام در مناطق شاهراه عمومی، پش کنده و...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۶:۴۵
Background image

وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی با رئیس اجرایی بنیاد آغاخان، رئیس شرکت مخابراتی روشن و هیأت همراه‌شان دیدار نمود

محترم وزیر صاحب در دیدار با رهبری بنیاد آغاخان بخاطر همکاری ایشان در زمینه گسترش پوشش مخابراتی و ارتقای سکتور مخابرات در...

بازگشت به خبر