د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت د دوهمې دورې محصلينو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د انستیتوت ۶۲ محصلينوته د لیسانس په کچه د فراغت سندونه د یوې غونډې په ترڅ کې د اورانوس په هوټل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د رهبري هیئت لخوا ورکړل شول .

غونډه چې په همدې اړوند د اورانوس په هوټل کي جوړه شوي وه،  ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر، ښاغلی انجنیر بریالی حسام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ تخنیکی مرستیال، د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ رهبری هیئت، د پوهنتونونو ریئسانو، کورنې او بهرنې میلمنو او د رسنیو استازو گډون کړی ؤ.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت او د ملی سرو په خپریدو سره پیل شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلی محمد شریف شریفی د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د انستیتوت رئیس محصلینوته مبارکی وویله  او زیاته يې کړه: د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت د لوړو زده کړو په چوکات کې  فعالیت کوي، نن ورځ مونږ په دي ویاړو چې ۶۲ محصلين د دغه انستیتوت څخه د لیسانس په کچه ټولنې ته د خد مت په موخه وړاندي کوو، همدارنګه ښاغلی شریفی وویل: د مخابراتي او معلوماتي انستیتوت استادان او محصلین او نور کارکوونکي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ( اترا) څخه مننه کوي چې په مالي برخه کې يي له ذکرشوي انستیتوت سره مرسته کړي.

وروسته بیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر محصلینو ته مبارکی وویله او زیاته یې کړه: ډیر خوښ یم چې زمونږ په هیواد کې دغه شان غونډې وروسته له څو کلو جنګ څخه جوړیږي.

مونږ ویاړو چې ۶۲ محصلین د انجنیر په برخه کې د فراغت سندونه ترلاسه کړي او خپل هیواد ته د خدمت وړ وګرځی ، زمونږ هیواد وروسته له کورنیو جنګنو څخه د پرمختک په لور ګام اخیستی دی او ځوانانو او مسلکی کسانوته اړتیا لري.

همدارنګه ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د تعليمی سویې او د تعلیم د کیفیت په برخه کې وویل: د تعلیمی سویې کیفیت ډیره مهم دی، زه فکر کوم چې زمونږ په هیواد کې د  پرله پسې جنګونو له امله تعلیمي سویه ډیره ښکته ده او مونږ باید ټول  په ګډه کوښښ وکړو خصوصاً ځوانان  چې د هیواد فعال قوت بلل کیږي، ترڅو زمونږ ګران هیواد هم د نورو هیوادونو په شان د ښه علمی او تعلیمی سویې څخه برخمن شي او زمونږ تاریخی هیواد هیڅ کله هم د نورو هیوادونو څخه شاته پاتې نه شي.

زمونږ اساسی موخې:

هیواد ته د چټک انټرنټ (broadband) د نوې ټکنالوجۍ راوړل، د 3G او وایمکس د جوازونو ورکول او له سهولتونو څخه يي ګټه اخيستل، د بریښنائې تذکرو د ویش لړی، لیري پرتې سیمې چې  د مخابراتی خدمتونو  څخه بې برخې دي، هغوی ته د مخابراتی آسانتیاؤ برابرول، د مخابراتي خدمتونو د کیفیت لوړول  اوهمدارنګه د تلیفونې خبرو د مصرف کموالی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر د خبرو په آخر کې وویل: مونږ کوښښ کوو چې د تلویزیون نشرات د سټلایټ یا سپوږمکی له لارې خپاره کړو ترڅو د شفاف غږ اوښکلی انځور  کیفیت ولري .

انشاءالله په راتلونکو دوه کلونو کې به افغانستان د مخابراتو خدمتونو د پرمختګ په ډګرکي د ګاونډیو هیوادونو په سر کي ځای ونیسي. نوموړي په آخر کي یو ځل بیا د نویو فارغ شویو محصلینو کورنیو ته مبارکی وویله او د لا ښه خدمت هیله یی ورڅخه وکړه.

د غونډې په پای کې ښاغلی عبدالقیوم د کابل پوهنتون استاد او محمد رشید د افغان بیسم شرکت اجرائیوی مرستیال په خپل وار سره نویو فارغ شویو محصلینو ته د مبارکی پیغامونه ولوستل.

تازه ترین خبر

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

یک سایت مخابراتی شرکت اتصالات در شهر لشکرگاه مرکز ولایت هلمند ایجاد و به بهره ‌برداری سپرده شد

با فعال شدن این سایت مخابراتی علاوه از منطقه بی تی ون شهر لشکرگاه ولایت هلمند ساحات هم‌جوار نیز از خدمات انترنتی و مکالماتی...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳
Background image

برنامه ارتقای ظرفیت توسط تیم‌های تخنیکی وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی در تعدادی از وزارت‌های امارتی آغاز گردیده است

وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی توسط تیم‌های تخنیکی و مسلکی خود سلسلهٔ منظم برنامه‌های ارتقای ظرفیت را در وزارت‌های...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۳۸
Background image

در ولایت میدان وردک سیستم ترازوهای تناژ بلند ایجاد و تطبیق می گردد

با تطبیق این سیستم، نه تنها پروسه کارها ساده تر و سریع ‌تر خواهد شد، بلکه بر اساس آن وزن بار وسایط بزرگ به صورت قانونی...

بازگشت به خبر