د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د رئیسانو کلنۍ غونډه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت  د رئیسانو کلنی کنفرانس چې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ په انسټیټوټ کې جوړ شوی وو پای ته ورسېد.

یاد کنفرانس د وري د میاشتې په۲۰مه نیټه پیل او تر ۲۲می  نېټې پورې يي دوام درلود، په ذکرشوې غوڼده  کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلی انجنیر امیر زی سنګین، مالی و اداری مرستیال ښاغلی الحاج وهاب الدین سادات، د مرکز او ولایتونو رئیسانو ګډون  کړی وو.

یاد کنفرانس په هر کال کې یوځل په دي موخه جوړیږي چې  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري هیئت او د ولایتونو رئیسان د تیرکال په لاسته راوړنو، ستونزو، ننګونواو د راتلونکي کال په کاري پلان باندې پوره اوپه هر اړخیزه توګه خبرې وکړې.

غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارک آیتونو په لوستلو سره پیل شوه، ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین غونډې ته  وینا وکړه:     

    موږ غواړو چې په دې کنفرانس کې په لاندې عمده موضوعاتو باندې وغږیږو:

۱  په کړنو کې د همغږی موجودیت

۲  په لرلید باندې پوهېدل

۳  له پرمختیایې پلان څخه خبرېدل او د هغه پلي کول
۴  د ادارې او په ځانګړې توګه د خلکو په ستونزو پوهېدل

ښاغلي امیرزي سنګین په لنډ ډول د تېرو لسو کلونو په لاسته راوړنو، ستونزو، راتلونکو درې کلونو په کاري پلان او د صلاحیتونو په اړه خبرې وکړې او ويې ویل چې په تیرو لسو کلونو کې مو له ډیرو ستونزو سره سره د یادولو وړ پرمختګ کړی دی.

ښاغلي انجنیرامیرزی سنګین د راتلونکو درې کلونو د پلانونو په اړه وویل: موږ غواړو چې په راتلونکو درې کلونو کې د ارتباطاتو له ټولنې څخه معلوماتی ټولنې خواته لاړ شو، پلان لرو چې ټول خلک تیز انټرنټ ولري او له همدې لارې زموږ خلک د نړۍ د منابعو او پرمختګونو منبع ته په اسانۍ لاسرسی پیدا کړي،

نوموړې زیاته کړه چې د یادې معلوماتي ټولنې څخه د حکومتدارۍ په بیلابیلو برخو کې هم کار واخیستل شی، موږ معلوماتی ټولنې ته د رسېدو له پاره ۷ ځانګړي برنامې لرو:

۱-   محرومو او لیرو پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو پراختیا

۲-   د نوري فایبر د پروژې پراختیا

۳-   د چټک انټرنټي خدمتونو وړاندې کول

۴-   د برېښنایي تذکرو وېشل

۵-   له انالاګ سیستم څخه ډیجیټلي سیستم ته د تلویزیوني خپرونو اړول

۶-   د ختیځ په ۵۰ درجو کې د سټلایټ یا سپوږمکۍ ځای پر ځای کول

۷-   د بريښنائی حکومتداري په کار اچول

نوموړي د صلاحیتونو په باره کې وویل چې د کارونو د چټکتیا او پرمختګ لپاره د صلاحیت درلودل یوه اړینه خبره ده، په نتیجه کې کوم صلاحیتونو چې  ما درلودل هغه صلاحیتونه زما مرستیالان هم لري چې په ټولو برخو کې پوره اجرأت وکړي.

انجنیر امیرزي سنګین دا هم وویل چې زموږ اصلي دندې په لاندي ډول دي:

 ۱ )   په ولایتونو کې د خدمتونو له کیفیت څخه نظارت کول

۲  )   د غیر قانوني سیمکارتونو د خرڅلاؤ مخنیوی

۳  )   د انټرنيټی سایټونو فلټرکول

۴  )   د تلویزیونو او راډیوګانو نظارت

۵  )   د غیر قانوني کړنو کنټرول

۶  )   د ۲۴ساعته خدمتونو کنټرول

۷  )  د غیرقانوني سیم باکسونو د فعالیت مخنیوی

۸  )    د نوي طرزالعمل سره سم د آنتنونو درول

۹  )   د انکشافي صندوق د پروګرام پلي کول

 ۱۰)  د تخریب شویومخابراتی ستنو یا ټاورونو له سره جوړل

ښاغلي انجنیر امیرزی سنګین په خپلو خبرو کې  زیاته کړه او ويي وئیل: د خپلو ټولو کړنو او اجرأتو موخه موخلک، خدمت او دهغوی  په ژوند کې بدلون او پرمختګ راوستل دي اوپه دي یې ټينګار وکړ چې دمکتوبونو راکړه ورکړه کار نه بولم تر څو مو چې هیوادوالوته د عمل په ډګر کې څه نه وي پلې کړي. په  پای کې هغه يوځل بیا ټولو رئیسانو ته ښه راغلاست وویل او په کارونو کې یې ورته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

ورپسې د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسون غړي ښاغلی موسی خان نصرت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو یادونه وکړه او ويې وئیل چې په ریښتیا سره هم د مخابراتو وزارت لاسته راوړنې د ستاینې وړ دي او هر افغان ته دا مهال ذکرشوي لاسته راوړني په ډاګه څرګندیږي.

ورپسې د مخابراتی خدمتونو د تنظیم اداری (اترا) مرستیال خیر محمد فیضي، د افغان ټیلي کام رئیس ګل احمد راستمن، د پلان رئیس اجمل عیان او نورو رئیس صاحبانو د خپلو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونوپه اړه تفصیلي خبرې وکړې.

د غونډې په دویمه ورځ هم د مرکز او ولایتونو رئیسانو د خپل تېر یوه کال ګزارشونه په نوبت سره د کنفرانس ګډونوالو ته وړاندې کړل.

دغونډې په درېیمه ورځ بیا ټول رئیس صاحبان او دافغان ټیلی کام منیجران په شپږو ګروپونو وویېشل شول، دوی په ګروپي ډول کار وکړ او خپلې ستونزې يي بحث او د حل لارو په اړه یې خبرې وکړي وروسته  بیا د هر ګروپ استازي خپل پرزنتیشن د کنفرانس ګډونوالو ته وړاندې کړ او په اړه يي تفصلي خبرې وکړي.    

.   په پای کې د یاد کنفرانس کړني او پایلې د مالي او اداري معین ښاغلي وهاب الدین سادات لخوا آرزیابي او په لاندې توګه جمع بندې شوي.

  • نوری فایبر
  • د مخابراتی شرکتونو همکاری
  • د پوښښ سیمو زیاتوالی
  • د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجي وزارت اړونده ځمکو غصب
  • د سهمیې لږ والی او په ولایاتو کې د کارکوونکو لپاره اضافه کاري
  • په ولایاتو کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجي وزارت د ودانیو رغونه
  • له بازارونو څخه د غیر مجازو سیم کارتونو ټولول
  • په قراردادونو کې د مخابراتو د رییسانو ګډون
  •  په منظم توګه د راپورونو وړاندې کول
  • دپوستی خدمتونو لا نورښه کیدل

ښاغلي سادات  د غوڼدې پایلې ښې او ګټورې وارزولې او د رئیس صاحبانو څخه يي مننه وکړه چې په تېرو درې ورځو کې یې په ګډه کار وکړ نوموړي وویل: چې ټول به په ګډه کار کوو تر څو د مخابراتو په سکتور کې شته ننګوني او ستونزو ته د حل لار پیدا کړو او هیواد والو ته د ښه خدمت جوګه شو. سادات زیاته کړه دشونتیا تر حده پورې به د ولایتونواداري ستونزو ته رسیده ګي وکړي.

  تخنیکی مرستیال ښاغلي انجنیر بریالی حسام وروستنۍ وینا وال وو چې  غوڼدې ته يي خبرې وکړي او ويي وئیل: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اوس په هغو پروژو چې افغانستان شموله دي کار کوي، نوموړي د الکترونیکي تذکرو پروژه، د فایبر نوري پروژه د بیلګي په توګه یادې کړې او ويي وئیل چې کارونه یې په چټکی سره پر مخ ځې او دپلي کیدو په حال کې دي، ښاغلي حسام یادې پروژې  ددې لپاره چې  د راتلونکو پرمختګونو لپاره لاره هواره وي  ډېرې حیاتي او ارزښتناکي وبللي او د کنفرانس ګډونوالو څخه يي غوښتنه وکړه چې د یادو ملي پروژو پلي کولو لپاره خپل هڅې لا نوري هم چټکي کړي، په پای کې يي  رئیس صاحبانو ته یو ځل بیا ښه راغلاست وویل او دوی ته يي د لا بریالیتوبونو هیله وکړه.  غونډه د قرآن شریف د څو مبارکو ایتونو په لوستلو او اختتمایه دعا سره پای ته ورسیده

تازه ترین خبر

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۱۱
Background image

سروی برای ایجاد یک سایت مخابراتی در ولسوالی شکین ولایت پکتیکا

به منظور ارائه خدمات مخابراتی و انترنتی به مناطق دورافتاده کشور، سروی برای ایجاد یک سایت مخابراتی شرکت...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۳
Background image

نظارت از پروسه فروش سیم کارت‌های یک تعداد شبکه های مخابراتی در ولایت سمنگان

در جریان این نظارت، اطمینان حاصل شد که تاکنون سیمکارت‌هایی که از طرف شبکه‌های مخابراتی برای نمایندگی های...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۵۱
Background image

نظارت از پروسه فروش سیم کارت‌های جدید در ولایت ننگرهار

طی این نظارت مشخص شد که جریان فروش سیمکارت‌های جدید شبکه‌های مخابراتی در این ولایت...

بازگشت به خبر