دهیواد د مخابراتو د (۳۴) ولایتونو د رئیسانو د همغږی دوه ورځنۍ سیمینار جوړ شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د هیواد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا  دولایتونو درئیسانو لپاره  د همهږی تر عنوان لاندې دوه  ورځني سیمینار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کنفرانسونو په خونه کې جوړ شو.

په دغه سیمینار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مرستیالانو ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رهبري هیئت او د ولایتونو رئیسانو ګډون کړی ؤ.

د سیمینار په پیل کې ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر میلمنو ته دښه راغلاست په وئیلو سره زیاته کړه : زه ډیر خوښ یم چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په دې ورستیو کلونو کې د پام وړ  پرمختګونه ، او اوچت ګامونه د هیواد والو د آسانتیاؤلپاره اخیستې دي.

ډیر مسؤلیت د ولایتونو د مخابراتو رئیسانو ته متوجه دی، څرنګه چې تاسو په جریان کې یاستۍ ،  تر دېد مخه مخابراتي خدمتونه لکه  پستي خدمتونه ، د تلګراف خدمتونه او همدارنګه هغه نورخدمتونهچې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ لخوا وړاندې کیدل،اوس مهال د وزارت د نوې پالیسی له مخې دغه مخابراتي خدمتونه د خصوصي سکتور لخوا ګرانو هیواد والو ته وړاندې کیږي.  اوس په ټوله نړۍ کې پرته د یو دووهیوادنوڅخه  ټول  مخابراتي خدمتونه د خصوصي سکتور له لارې وړاندې کیږی.

ښاغلی انجینیر امیرزی سنګین د خبرو په ترڅ کې د خصوصي سکتور اهمیت ته اشاره وکړه  او ويي وئیل: خصوصي سکتور دهیواد په اقتصاد کې ډیر ګټه ور دی او د سالم رقابت او ښه کیفیت آسانتیاوي برابروي.

ډیر د ویاړ ځای دی  چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت زیات پیرودونکي لري او ورځ په ورځ نور هم  د ډیریدو په حال کې دي،  او س مهال د تیلفون ګټه اخیستونکي ۱۷ ملیونه وګړو ته رسیږي چې د مخابراتو په برخه کې یو نیم میلیارد امریکایي ډالره پانګه اچونه شويده.

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لومړنۍ  وزارت دی چې د مخابراتي او انترنيتي خدمتونود څارنې او پلټني لپاره یې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره ( اترا)  په مستقلهتوګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تشکیل کې جوړه کړه چې  پرته دکومتبعیض څخه فعالیت کوي.

همدارنګه ښاغلی انجنیر امیرزي سنګین زیاته کړه : مونږ هوډ لرو چې د مرکز څخه پرته د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې  مخابراتي خدمتونه ۲۴ ساعته فعال کړو چې په همدې اړوند مو د ولایتونو رئیسانو ته بلنه ورکړي  ده.   ولایتې مسؤلین چې کله خپلومربوطه  ولایتونو ته بیرته ستانه شي،  صلاحیت لري چې له ټولو موضوعاتو څخه څارنه او پلټنه وکړي ،  او دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په اړوند  د خپلو څارنو راپور ورکړي.

د ولایتونو د رئيسانو د دندو  مهم  ټکې په لاندې ډول دي.

۱- د مخابراتي خدمتونو د کیفیت څخه څارنه

۲-د مخابراتي شبکو د ۲۴ ساعته فعالیتونو  څرنګوالۍ او تعقیبؤل

۳-د سرک پرسر  د سیم کارتونو د غیر قانونېخرڅولو منع  کول

۴-د انټرنيټ  کلپونو څخه تفتیش او څارنه کول  او د غیر اخلاقي سایټونو څخه مخنیویلکه ( قمار، سلاح خرڅول، د مخدره توکو خرڅول...)

۵- د ټاکي واکي مخابرو او د نورو اړونده  بي سیمه  توکو څخه پلټنه او څارنه

۶- د جواز نه پرته د سیم باکسونو د فعالیت څخه څارنه او پلټنه

۷-د راډیو له فریکونسي څخه څارنه  کول چېثابته کړې چېجواز لری یانه

۸-په لویو ښارونو کې  د څلورضلعي آنتنونو او ټاورونو د نصب څخه مخنیوي

۹-د محرومو سیمو په ډاګه کول چې د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخي دی او د اترا ادارې ته خبر ورکول ترڅو په ټول هیواد کې د لاسرسۍ پروژه کې شامل شي.

۱۰-په ټول هیواد کې  د (ټي، ډي ، اِف ) له پروژې څخه څارنه او پلټنه د لاسرسي د پروژې لپاره

همدارنګه ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزير وویل: د افغانستان حکومت هوډ لري چې له دي نه وروسته به د مخالفینو ګواښونو په هیڅ ډول قبول نه کړي او مخابراتي خدمتونونهبه د ۲۴ ساعتو لپاره  په دوامدار توګه د شپې او ورځې د هیوادوالو په چوپړ کې وي.

مونږ هڅه کوو  ترڅو د مخابراتي خدمتونه  په ښه کیفیت سره  په ولایتونو کې د یوه   نوې  طرزالعمل له لاري تاسو ته د بریښنالیک په واسطه  درواستوو  او هرې څانګې ته د مخابراتو د تنظیم ادارې لخوا هیئت ټاکل شوی دی   تر څو د ولس  او پولیسوپه همکاری د مخابراتي او انټرنيټي خدمتونو د کیفیت څخه څارنه او پلټنه وکړي چې په نتيجه کې به ګران پیرودونکې  له هیڅ ستونزو  سره مخ نشي.

ښاغلی انجنیر امیرزي سنګین د خبرو په  ترڅ کې وویل :   د رئیسانو د کاري ظرفیت د لوړولو او دهغوی  د حقوقو او امتیازاتو  په اړه وویل :   چې په نږدي راتلونکي کې به یو څه پیسی د رئیسانو په معاشاتو کې زیاتې شي .

همدارنګه په یاد سیمینار کې د مخابراتو د تنظیم ادارې ( اترا) د رهبري هیئت لخوا پرزنتیشن په لاندې ډول حاضرینو ته وړاندې شو:

د اترا ادارېلنډه پیژندنه ، د اترا ادارې بنسټیزي موخې ، د مستهلکینو له حقوقوڅخه د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولوحمایت،  مشتریانو ته  د باکیفیته خدمتونو وړاندې کول، د مخابراتي خدمتونو انکشاف او پراختیا ، په ټول هیواد کې مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابرول ، د مخابراتي خدمتونو د کیفیت څخه څارنه ، د پیرودونکو حمایت ،په تعلیمی او روغتیایې مراکزو کې د انټرنيټی خدمتونو وړاندې کول .

او د سيمینار په وروستیبرخه کې د بشري سرچینو رئیس ښاغلی خلیل الله خلیل او د تهيه  او تدارکاتو رئیس ښاغلی  میر عبدالرحمن صدری په  خپل  وار سره پرزنتیشنونه وړاندې کړل .

د سيمینار په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  مالي او اداری مرستیال ښاغلی الحاج وهاب الدین سادات د رئیسانو د دوه  ورځنی سیمینار د پایلو آرزونه وکړه  اودغه لړی  یې مثبت وبلله ،همدارنګه د رئیسانو پوښتنو ته د مخابراتو د تنظیم ادارې (اترا)  لخوا د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول .

تازه ترین خبر

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۶:۵
Background image

معین مالی و اداری وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی در جریان مراسم رسمی به کارمندان وزارت معرفی گردید

بر اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌القرآن والحدیث مولوی هبة‌الله آخندزاده حفظه‌الله تعالی، محترم حافظ محمد امین جان عمری به‌ حیث معین مالی و اداری وزارت مخابرات و...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۴۸
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک سایت مخابراتی در ولسوالی کانتیوا ولایت نورستان

از کار ساختمانی یک سایت مخابراتی شبکه سلام شرکت مخابراتی...

بازگشت به خبر