د سیم باکس دوه دستګاوې د کابل په ( ۶) ناحیه کې ضبط شوې

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

دمخابراتو د تنظیم اداره ( اترا) یواځني خپلواک اداره ده چي  دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی په چوکات کې دنډه ترسره کوي.


په همدي اړوند مطبوعاتی کنفرانس د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی د کنفرانس په خونه کې جور شو. په غونډه کې  ښاغلی انجنیر عبدالوکیل شیر ګل دمخابراتو د تنظیم ادارئی رئیس ښاغلی انجنیر خیرمحمد فیضی د مخابراتو د تنظیم اداری غړي  ښاغلی غلام جیلانی وزیری دمقام د دفتر رئیس او د رسنیو استازو گډون کرئ وه.


د غونډي په پیل کې ښاغلی انجنیر خیرمحمد فیضی د ( اترا ) ادارې غړي  د خبرو په ترڅ کې وویل د کب په ۲۸ ۱۳۸۹ نیټه  مو خبر ترلاسه کړ چي  یو تعداد کسان په غیر قانونی ډول د مخابراتو په سکټور کې په فعالیت بوخت دي . د دغه خبر په ترلاسه کولو زموږ تخنیکي ټیم  د  امنیتي ځواکونو او د لوی ځارنوالی له هئیت سره یوځای د کابل ښار په ( ۶) ناحیه کې  پارلمان ته څرمه عملیات وکړل چي په پایله کې د سیم باکس دوه دستګاوې چي هریوه دستګاه ۱۲۸ سیم کارتونو ظرفیت لري همدارنګه ۳۶ سیم کارتونه او دستګا پورې اړوند نور وسایل ضبط شول.


د دغه ضبط شوي دستګا ارزښت ( دولک امریکایی  ډالر)  ده .
ښاغلی انجنیر خیرمحمد فیضی د خبرو په ترڅ کې زیاته کړه  هغه کسان چی دغه دستګاه یی کاروله  د پولندی هیواد تبعه او یوهم افغان کس وه چي له تحقیقاتو وروسته د قانون منګلوته وسپارل شول . او دیادولو وړ ده چي دوکاله وړاندي ( ۱۵) د سیم باکس دستګا وی چي د قانون څخه یی پرته فعالیت کوو  ضبط شوي دي.


د یادونه وړ چی دغه ضبط شوی دستګاه د نړيوالو اړیکو په موخه کارول کېده چي په میليونونو ډالره مالي زیان یی دولت او مخابراتي خصوصي شرکتونو ته اړولی دی . د دغو دستګاو کټه اخیستونونکو مخابراتی خدمتونو د احکامو بربنسټ لاندي موارد نقض کړی دي.


۱ – له قانونی جواز څخه پرته د مخابراتی وسایلو او تجهیزاتو هیواد ته وارد ول او استفاده.
۲- له قانونی جواز څخه پرته هیواد ته د مخابراتی وسایلو واردول.
۳- له قانونی جواز څخه پرته د ملی فریکونسۍ له تخصیاتونه چي یوه محدوده منبع او ملی سرمایه ده استفاده کړي .
۴- دولت او مخابراتی شرکتونو ته د ورځي په زرګونه دالره مالی زیان اړول .


سرغړونکې چي په داسی عمل لاس پوري کړی وي دقانون د احکامو په رڼاکې په نغدي او غیر نغدي مجازواتو محکوم کیږي .


د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره د امنیتی ادارو له مرستې او همکاری څخه مننه کوی .هیله منه ده چي ترڅو په راتلونکي کې هیڅ یو کس په غیر قانونی توګه د مخابراتي وسایلو نه ګټه او استفادې په ترڅ کې خپل هیواد کې د سرغړونې مرتکب نشی.

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک سایت شبکه مخابراتی سلام در ولسوالی شتل ولایت پنجشیر

این سایت مخابراتی که برای مناطق محروم این ولایت به همکاری پروژه دهم تی دی اف برای...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک تعداد سایت های مخابراتی شبکه سلام در ولایت بامیان صورت گرفت

طی این نظارت به شرکت متذکره توصیه گردید تا کار اعمار این سایت های مخابراتی را مطابق به شرایط قرارداد بطور معیاری...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

در ولایت کندز یک سایت شرکت مخابراتی روشن فعال و به بهره‌ برداری سپرده شد

با فعال شدن این سایت مخابراتی، باشندگان منطقه متذکره به خدمات مکالماتی و اینترنت باکیفیت...

بازگشت به خبر