ښاغلی انجنير اميرزی سنګين د پنجشير ولايت دخنج ولسوالی دمخابراتو مديريت او د عنابی ولسوالی پست خونه پرانستل

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

خپرې شوي: Nov 07, 2010

د روان کال د لړم د میاشتی په یولسمه نیټه دمخابراتو اومعلوماتی تکنالوژی سرپرست وزیر ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د یوورځنی رسمی سفر په ترڅ کی پنجشیر ولایت ته لار په دغه سفر کی دمخابراتواو معلوماتی تکنالوژی وزارت سرپرست وزیر د ښاغلی محمد انور جکدلک مشاور وزیر د مخابراتو او معلواتی تکنالوژی  رئیسان ښاغلی غلام جیلانی ( وزیری )  دمقام د دفتر رئیس  محمد یاسین ( رحمتی ) دپست رئیس ښاغلی گل احمد (راستمن ) د افغان تیلی کام رئیس   ښاغلی انجنیر نبی شاه ( حبیبی ) د اداری ریاست سرپرست او ځینو کارکوونکو  وسره ملتیا کوله لومړی دپنجشیر ولایت والی  او مسولینو ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین ته ښه لاغلاست وویل وروسته بیا د مخابراتو او معلواتی تکنالوژی وزیر او ورسره هئیت   دمخابراتو د اداری مدیریت  ودانی  د پرانستلو لپاره  د خنج ولسوالی لورته حرکت وکر غونډه د څومبارکو آیاتونو په تلاوت سره د خنج په ولسوالی کی  پیل شوه.

وروسته د پنجشیر ولایت والی ښاغلی دگرجنرال کرام الدین کرام دمخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزیر او ورسره راغلیو میلمنو ته یو ځل بیا ښه لاغلاست وویل او د خپل وینا په ترڅ کی وویل: جلاالتماب انجنیر امیرزی سنګین لومړی وزیر وه چه پنځه کاله مخکی په دغه ولایت کی د بیا رغونی لومړی قدم کیښود اونن یو ځل بیا خپل اداری مدیریت او پست خونه پرانیزی او دمخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت له سرپرست وزیر او وسره راغلی هئیت څخه مننه وکړه او وویل چه موږ هیلی مندیو چه نور وزارتونه هم لکه څنګه چه دمخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزیر راغلی او له خپل اداراتو څخه کتنه کوی دوی هم راشی ورپسی ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د مخابراتو اومعلوماتی تکنالوژی سرپروزیر یوه لنډه وینا وکره او ویویل :


زه نن دیرخوشحالیم چی پنجشیر ولایت ته راغلی یم او د خوښښی احساس کوم چه د پنجشیر ولایت د مخابراتی خدمتونو تر پوښښ لاندی راغلی دی او همدارنګه د پنجشیر ولایت د مجاهدو خلکو او په ځانکړی دول د شهید احمد شاه مسعود د قهرمانیو نه ئی یادونه وکره څرګنده ئی کړه زه نن دیړ خوشحالیم چه دمخابراتو په برخه کی دهیواد 85 ٪ خلک د مخابراتو خدمتونو تر پوښښ لاندی راغلی دی او 3700 تاورونه په ټول هیواد کی نصب شو دی 14،2 ملیون خلک د مبائیل تلیفون څخه کار اخلی تیر کال 129 میلیون دالر د مخابراتو په برخه کی عایدات ترلاسه شوی اوس افغانستان د نوری فایبر له لاری ازبکستان ، تاجکستان ، قرقزستان ، پاکستان سره نښلول شوی ده هیوادوال کولای شی چی د انترنت څخه کته واخلی همدارنګه د دایکندی ولایت چه یو نوی تاسیس شوی ولایت ده ټولی ولسوالی دمخابراتی خدمتونو تر پوښښ لاندی راغلی دی وروسته بیا د پنجشیر ولایت د PRT رئیس یوه لنده وینا وکره او دمخابراتو او معلواتی تکنالوژی له سرپرست وزیر او ورسره هئیت نه ئی مننه وکره او مخابراتو او معلواتی تکنالوژی وزارت کارنوئی وستایل ورپسی د دغه ولسوالی اداری مدیریت ودانی د پټی په بری کولو سره پرانستل شو همدارنګه هغه کارکوونکو ته چه د کمپیوتر په څانګه کی زده کړی کړی وی بری لیکونه ورکرل شول ورپسی دمخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت سرپرست وزیر ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین او وسره هئیت عنابی ولسوالی ته حرکت وکر ترڅو په دغه ولسوالی کی پست خونه پرانیزی د غوندی په وروسته برخه کی دغه پست خونه دی پټی په پری کولو سره پرانستل شوه .


د پنجشیر ولایت اوسیدونکو د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت سرپرست وزیر ته ولانډیز وکر چه د پریان او دره ولسوالی د مخابراتی خدمتونو نه بی برخی دی ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین وعده وکړه چه په نژدی راتلونکی کی به د دره او پریان ولسوالی دمخابراتی خدماتونو تر پوښښ لاندی راشی
او د یادونی وړ ده چی د روان کال د لړم د میاشتی په 6 / 8 / 1389 نیټه د ( 67 ) تاورنو قرارداد د ( 5 ) مخابراتی شرکتونو او د مخابراتو د تنظیم اداره ( اترا ) سره د TDF (د وزارت انکشافی بودیجی) لاس لیک شو. همدارنګه دغه دوه ولسوالی په دغه تړون کی شاملی دی .


په پای کی جلالتماب انجنیر امیرزی سنګین دمخابراتو او معلوماتی تکنالوژی سرپرست وزیر د دولتی او غیر دولتی رسنیو پوښتونوته ځواب وکړ.

تازه ترین خبر

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۶:۵
Background image

معین مالی و اداری وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی در جریان مراسم رسمی به کارمندان وزارت معرفی گردید

بر اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌القرآن والحدیث مولوی هبة‌الله آخندزاده حفظه‌الله تعالی، محترم حافظ محمد امین جان عمری به‌ حیث معین مالی و اداری وزارت مخابرات و...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۴۸
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک سایت مخابراتی در ولسوالی کانتیوا ولایت نورستان

از کار ساختمانی یک سایت مخابراتی شبکه سلام شرکت مخابراتی...

بازگشت به خبر