د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د هېواد شمالي ولایتونو ته د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په موخه سمنګانو ولایت ته تللی او هلته یې له ځايي چارواکو سره لیدنې کړي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې سمنګانو ولایت ته تللی او هلته یې د یاد ولایت له مرستیال والي ښاغلي الحاج ملا داد خدا خادم، امنیه قومندان، علماو شورا او ګڼو نورو چارواکو سره د مخابراتي خدمتونو د ارزونې او همدا راز د ټي ډي ایف د لسمې پروژې د تطبیق په تړاو خبرې کړي.
دغې ناسته کې د سمنګانو ولایت چارواکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ته د ښه راغلاست تر څنګ مننه وکړه چې یاد ولایت ته یې سفر کړی او د مخابراتي خدمتونو په تړاو ستونزې له نیږدې اوري او د حل په موخه یې اړونده برخو ته لازمې سپارښتنې کوي، د چارواکو په وینا اوس مهال د سمنګانو ولایت ډیری سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شوي او همدا راز ځینې هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي آسانتیاو بې برخې دي د نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو غوښتنه یې وکړه.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني سمنګانو ولایت کې د ځايي چارواکو له خبرو اورېدو او د مخابراتي سایټونو د جوړېدو له غوښتنې سره سم ډاډ څرګند چې د یاد ولایت هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي آسانتیاو بې برخې دي مخابراتي چوپړ په موخه به ورته ګڼ مخابراتي سایټونه منظور کړي، ښاغلي وزیر صاحب همدا راز مخابراتي شبکو ته هدایت وکړ چې د مسئولینو له لوري ذکر شویو سیمو کې لږ تر لږه ۲۰ مخابراتي آنټنونه د ۳ میاشتو په موده کې په عاجل ډول نصب او ګټې اخیستنې ته وسپاري، چې د یادو سایټونو له جوړېدو سره به د سمنګانو ولایت لرو پرتو سیمو سربیره د سمنګان پلخمري او سمنګان حیرتان مسیرونه هم له مخابراتي خدمتونو سره وصل شي.
د یادونې وړ ده تر دې وړاندې د سمنګانو ولایت محرومو او لرو پرتو سیمو لپاره د ټي ډي ایف د لسمې پروژې له مخې ۶ مخابراتي آنټنونه هم منظور شوي وو چې اوس مهال یې چارې بشپړېدو ته نیږدې دي، په ټوله کې به د سمنګانو ولایت بیلابیلو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو کې ۲۶ مخابراتي آنټنونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې د یاد ولایت ډېری لرې پرتې سیمې به له مخابراتي پوښښ برخمنې او شته ستونزې به ورسره هوارې شي .