هرات ولایت کې د نوري فایبر د اف ټي ټي اچ پروژې له کاري بهیر څارنه ترسره شؤه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۵:۱۵
ولایت هرات

یاده پروژه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د ۱۲۰ کیلو مترو په اوږوالي د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست تر نظارت لاندې د افغان ټلی کام مخابراتي شرکت له‌خوا پلي کېږي.

د دې پروژې عملي چارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر منظورۍ وروسته، په هرات ولایت کې پیل شوي چې تر دې مهاله شاوخوا ۵۰ کیلومټره د نوري فایبر کیبل غځول شوی او پاتې برخې کار یې هم په چټکۍ روان دی .

د اف ټي ټي اچ پروژه افغانستان کې انټرنټي آسانتیاوې د هېوادوالو تر کورونو رسؤي او په همدې موخه د هېواد ګڼو برخو کې یې د عملي کېدو چارې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې د هرات ولایت اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ مننه ؤکړه چې د اوسني عصر مطابق د خدماتو په رسولو کې هلې ځلې کؤي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دیجیټلي مهارتونو له مرکز څخه ۵۱ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحیی فارغ شویو ځوانانو ته...

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د دې غوندې موخه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا، د اړیکو او انټرنېټ د کیفیت د ښه والي، د مشترکینو د شمېر د زیاتوالي، د تخنیکي سیستمونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۴۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه.

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې په اساس د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د پوستي...

بېرته خبرونه ته