میدان وردګو ولایت سید آباد ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د یوه سایټ انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۲:۲۵
میدان وردک

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر اساس، د میدان وردګو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت  د سید آباد ولسوالۍ په مهرو سیمه کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یوه مخابراتی سایټ چې په روان کال کې په فعالیت پیل کړی وو او ۲جي انټرنېټي خدمتونه یې وړاندې کول ظرفیت یې ۴جي ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي مخابراتي شرکت د انټرنېټي ۴جي خدمتونو په فعالیدو سره به د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ مهرو سیمې اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د یادې سیمې اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۲۰:۵۱
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۹:۵۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د کار او ټولنیزو وزرات تر منځ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په همدې موخه جوړې شوې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، اوس مهال د ټکنالوجۍ...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۵:۳۷
Background image

د زابل ولایت توغان سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت یو مخابراتي سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د زابل ولایت توغان سیمه کې د کندهار-زابل د عمومي لویې لارې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته