د زابل ولایت بېلابېلو برخو کې ۱۷ مخابراتي سایټونه جوړېږي

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۵:۵۷
ولایت زابل

د مخابراتي سکټور د ارزونې په موخه د هېواد جنوب او جنوب غرب حوزې ته د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د سفر په ترڅ کې یو شمېر نوي مخابراتي سایټونه منظور او مخابراتي شرکتونو ته هدایت وشو چې لنډ وخت کې یې جوړ او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.

ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني زابل ولایت ته د سفر په ترڅ کې یو شمېر مخابراتي شرکتونو ته هدایت کړی و چې د یاد ولایت د مرکز کلات په شمول شملزو، نوبهار، دای چوپان، سیوري، شاجوی، خاک افغان او همدا راز د کلات کندهار د عمومي شهراه په مسیر کې ۱۷ مخابراتي سایټونه جوړ او د مخابراتي چوپړ په موخه یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.

مخابراتي شبکو ته د ورکړل شوي هدایت له مخې د زابل ولایت په یادو شویو سیمو کې د اتصالات، ام ټي ان او افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو له لوري مشخص شویو سیمو سروې عملا سر ته رسېدلې او لنډ وخت کې به د مخابراتي آسانتیاو او د سیمې د پوښښ په موخه مخابراتي سایټونه ودرول شي.

مخابراتي شبکو ته د ورکړل شوي هدایت له مخې د اتصالات مخابراتي شبکې له لوري، د مرکز کلات، سیوري، نوبهار، شاجوی او خاک افغان ولسوالۍ، ام ټي ان مخابراتي شرکت له لوري د شملزو او نوبهار او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د دای چوپان او کلات کندهار عمومي شهراه کې د مخابراتي سایټونو د نصبولو سروې سر ته رسولي دي .

زابل ولایت چې د هېواد په جنوب کې موقعیت لري د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت وړاندې یې یوازې مرکز کلات او دوه ولسوالۍ شهرصفا او شاجوی له مخابراتي خدماتو برخمنې وې له فتحې وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو او د ځانګړې پاملرنې له مخې یاد ولایت کې تر دې دمه ۳۲ مخابراتي سایټونه نصب او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او همدا راز د یاد ولایت ټولو ولسوالیو ته مخابراتي چوپړ رسېدلی او هغه سیمې چې لا هم مخابراتي ستونزې یې درلودې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ځانګړي هدایت له مخې ۱۷ نوي مخابراتي سایټونه منظور او مخابراتي شرکتونو ته دنده ورکړل شوه چې لنډ وخت کې یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.

په ټوله کې اوس مهال د زابل ولایت بېلابېلو سیمو کې ۳۲ مخابراتي سایټونه تر کار لاندې دي او دا هغه سیمې دي چې تر دې مه پکې هیڅ راز مخابراتي چوپړ نه و وړاندې شوی د یادونې وړ ده زابل ولایت ته د ټي ډي اېف لسمې پروژه کې ۱۳ مخابراتي سایټونه هم منظور شوي چې جوړېدو سره به یې د زابل ولایت اکثریت محرومې سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې او درانه ولسونه به یې له انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو برخمن شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته