د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د زندانونو چارو سمون ادارې تر منځ د بایمټریک حاضرۍ د تطبیق هوکړه لیک لاسلیک کړ

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۱۳:۴۳
بایومتریک

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزارت ډیجیټل حکومتولۍ ریاست او د زندانونو چارو د سمون ادارې تر منځ د یادې ادارې لپاره د بایمټریک حاضرۍ د تطبیق هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې د یادې ادارې د حاضرۍ سیسټم بایمټریک ته واوړي.

دغې ناسته کې د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست ښاغلي مولوي صاحب محمد یوسف مستري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې د هېواد په کچه د سیسټمونو د جوړولو په برخه کې سهولتونه ایجادوي او د چارو د آسانتیاو لپاره وخت په وخت سیسټمونه ګټې اخیستنې ته سپاري.

د مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هېواد په کچه د سیسټمونو د جوړولو او په هېواد کې د ډیجیټل حکومتولۍ د تطبیق مسؤلیت لري او په همدې موخه د هېواد په کچه ټولو امارتي وزارتونو، ادارو او شرکتونو ته سیسټمونه جوړوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته