د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست د کمپیوتر زده کړو ښوونیز مرکز پرانیستل شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۳:۱۱
مخابرات ولایت کندز

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست د کمپیوتر زده کړو ښوونیز مرکز د رسمي مراسمو په ترڅ کې  پرانیستل شو

په یاده غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې لوی رییس محترم مولوي محمد طارق فاروقي، د وزارت د معلوماتي تکنالوجۍ د پراختیا او تحقیق رییس محترم  الطاف احمد علمیار، د کندز ولایت مقام د بشری سرچینو رییس محترم  مولوي صاحب  گلبدین حنفي  او د نورو بیلابیلو امارتی  ادارو مسوولینو گډون درلود .

 د کندزولایت مقام د بشري سرچینو رییس محترم مولوي حنفي د کمپيوټر د زده کړو د مرکزونو جوړول او په عصري وسايلو یې سمبالول يو ښه او نیک اقدام وباله زیاته یې کړه « نړۍ د پرمختګ په حال کې ده، او نن هر کار او چاره د کمپیوټر په وسیله ترسره کیږي، نو لازمه ده چې ځوانان باید د دغه فرصت څخه په پوره ډول ګټه پورته کړي.

مرکز آموزشی مخابرات ولایت کندز

همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رییس محترم مولوي محمد طارق فاروقي د ولایتي روزنیزو مرکزونو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې ټکنالوجي په اوسني عصر کې يوه اساسي اړتيا ده، د ټکنالوجۍ اهمیت ته په کتو سره دمخابرتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مقام په لومړي قدم کې د کندز ولایت په ګډون ۱۶محرومو ولایتونو د کمپیوټر ښوونیز مرکزونه د تجهیز په پروګرام کې شامل کړیدي.

ولایت کندز

نوموړي وویل چې د دغو ښوونیزو مرکزونو په تجهیز د ۳۵ میلیونه افغانیو څخه زیات لګښت راغلی دی.

په یاده غونډه کې د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ د څیړنې او پراختیا عمومي رییس ښاغلي الطاف احمد علمیار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني پیغام د غونډې ګډونوالو ته ولوست .

مرکز آموزشی مخابرات ولایت کندز

د یادونې وړ ده چې د کندز ولایت ولسونو او د غونډې ګډونوالو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام قدرداني وکړه او خوښي یې څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته