د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د (ZTE) کمپنۍ له مسئولینو سره لیدنه وکړه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۷:۶

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني افغانستان کې د (ZTE) کمپنۍ مسئول ښاغلي دولیوي سره د یادې کمپنۍ پر فعالیتونو خبرې وکړې.

دغې ناسته کې ښاغلي وزیر صاحب راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ افغانستان کې د یادو کمپنیو پر کارونو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د یادې کمپنۍ په شمول افغانستان کې نورو کمپنیو ته هم د کار او خدمت زمینه مساعده کړې.

دغې ناسته کې د (ZTE) کمپنۍ مشر ښاغلي دولیوي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني څخه مننه وکړه چې د مخابراتي سکټور د ودې او پراختیا لپاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي او لا هم افغانستان کې په سټنډرډ ولاړ مخابراتي خدمتونو لپاره په چارو بوخت دی.

د دوی په وینا اوس مهال افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د پانګونې او خدمت کولوي غوره فرصت پکې برابر شوی او هر څوک کولای شي دلته د خدمت په موخه پانګونه ترسره کړي، د دولیوي په وینا تېرو ۳ کلونو کې دوی توانېدلي د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اصولو او قوانینو په مراعتولو سره ډېر شمېر مخابراتي شرکتونو سره کار وکړي او د هغوی لپاره د وسایلو او تجهیز په برخه کې خدمت ترسره کړي.

ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د (ZTE) کمپنۍ مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې اوس مهال مخابراتي سکټور کې بشپړ شفافیت رامنځ ته شوی د ښاغلي وزیر صاحب په وینا پانګونه هغه وخت ډېره مؤثره وي کله چې په دې برخه کې تعهد او هغه برخې ته چې خدمات سر ته رسوي د هغوی اعتماد لاس ته راوړي او په کومه ټولنه کې چې دوی غواړي خدمات ترسره کړي د هغوی اصولو ته ژمنتیا ولري.

همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني راغلي پلاوي ته په خبرو کې وویل اوس مهال ډېر شمېر پانګه وال مخابراتي سکټور کې کار کوي او مونږ هیڅ کله د یوې د انحصار هڅه نه ده کړې بلکې هغه پانګه وال چې کولای شي د خپلو خدماتو له مخې د مقابل لوري اعتماد او باور ترلاسه کړي، خدمات یې د اصولو مطابق وي او وکولای شي په عین وخت کې د اړونده برخو ستونزې حل کړي په خپله کولای شي مخابراتي او یا هم سوداګریز مارکېټ کې د ځان لپاره ځای پیدا کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته