د بامیان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د تخنیکي او مسلکي انستیتوت آمریت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۱۳
مخابرات ولایت بامیان

د بامیان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او په دغه ولایت کې د تخنیکي او مسلکي انسټیتوت آمریت تر منځ د علمي او عملي چارو، غونډو او سیمینارونو ترسره کولو لپاره مناسبې کاري ساحې رامینځته کولو، د ادارو ترمنځ د همکارۍ کلتور ته د ودې ورکولو، کارمندانو او محصلینو ته د ساینسي او تخصصي تجربو لیږدولو، او د دواړو ادارو د ظرفیتونو لوړولو په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د بامیان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست یاد هوکړه لیک د محصلینو د وړتیاوو لوړولو لپاره ګټور وباله او د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي انسټیتیوت آمریت سره یې د خپلې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته