د زابل ولایت بالا حصار سیمه کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې ۳جي انټرنیټي خدمتونه پیل شول

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۲:۳۰
ولایت زابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پاملرنې پر اساس او د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په بالاحصار کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت ۳جي مخابراتي او انټرنټي خدمتونه په رسمي ډول پرانیستل شول.

د افغان بیسم مخابراتي شبکې د ۳جي انټرنټي خدمتونو په فعالیدو سره د نوموړي ولایت د مرکز قلات ښار اوسېدونکي کولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د یاد ولایت مرکز قلات ښار اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو یې خوښي څرګنده کړه او د نوموړي شرکت له مسؤلینو څخه یې غوښتنه وکړه چې خپل مخابراتي خدمتونه د یاد ولایت نورو سیمو ته هم وغځوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته