د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د انسټا ټېلېکام (INSTA TELECOM) او د (ACG) شرکتونه د نېکسا يا د انټرنېټي خدماتو د تبادلې مرکز NIXA سره یوځای کړل.

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۷/۱۰ - ۱۱:۵۹
The MCIT connects (INSTA TELECOM) and (ACG) with (NIXA) Interchange Services Center

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ د سيسټمونو د امنيت د سرپرست محترم محمد زاهد ستانکزي له خوا نن ددغه شرکتونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک او دواړه شرکتونه به له دې وروسته رسما د NIXA تر چتر لاندې فعالیت کوي.

د انټرنيټي خدماتو د تبادلې مرکز يا NIXA سره ددغه شرکتونو د یوځای کېدو سره نه یواځې دا چې د انټرنيټي خدماتو کيفيت لوړېږي، بلکې بيې هم ور سره ټيټېږي او همدا شان په هېواد کې د انټرنيټي معلوماتو د خوندتيوب لپاره زمينه سازي کېږي.

د مخابراتو وزارت په پام کې لري چې په افغانستان کې موجوده نږدې ۶۰ د انټرنيټي خدماتو وړاندې کوونکي شرکتونه ددغه سيسټم تر چتر لاندې راولي، تر څو له یوې خوا په افغانستان کې انټرنيټي معلوماتي خوندي او له بله پلوه، د معلوماتو د تبادلې په برخه کې اسانتياوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته