د ساینس او ټکنالوجۍ په اړه د اسلامي هېوادونو سازمان لومړۍ سرمشریزه کې د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوجۍ د سرپرست وزير شهزاد اريوبي د وينا متن
بسم الله الرحمن الرحیم
د غونډې مشرتابه!
ګرانو خویندو او وروڼو،
دا زما لپاره د ویاړ خبره ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر په توګه د لومړي ځل لپاره د ساینس او ټکنالوجۍ په اړه د اسلامي هېوادنو سازمان په یوه مهمه غونډه کې برخه اخلم.
غواړم چې د قازقستان له ولسمشر ښاغلي نورسلطان نظربایوف څخه د دغه سرمشریزې د تنظیم لپاره مننه وکړم چې د اسلامي امت لپاره خورا مهم تاریخي ارزښت لري. همدارنګه غواړم د اسلامي هېوادونو سازمان او ددغه سازمان له عمومي مشر ښاغلي یوسف بن احمد الاتایمین څخه هم د دغه مهمې سرمشریزې د رهبري کولو او جوړولو مننه وکړم.
ښاغلو او اغلو!
دا مهال د نړۍ په هرځای کې ټکنالوجي موجوده او زمونږ د ژوند په هر اړخ کې خورا مهم رول لري. ټکنالوجي د یوه اغیزناک فکټور په توګه د هېوادونو په ټولنيزې-اقتصادي ودې کې رغنده رول لوبوي، لکه حکومتونه دې ته هڅول چې په دې اړه پانګه اچونه وکړي او په خپلو اجنډاو او پالیسیو کې ځای ورکړي. ټکنالوجي په بشپړه توګه د اقتصاد، روغتیا او زده کړې ډول ته بدلون ورکړی.
مونږ تاسو ټولو ته معلومه ده چې ټکنالوجي د ساینس په وسیله پرمختګ کوي او دا دواړه سره تړلې موضوع ګانې دي. ساینس بشریت ته د دې توانمندې ورکړې چې د ناروغیو درملنه وکړي. خپلو موخو او نېکمرغیو ته ورسیږي. دا زمونږ د عقیدې بنسټیز اصل هم دې، لکه چې حضرت محمدص ټول دې ته هڅولي چې له زانګو تر ګوره علم تر لاسه کړي او په هر ځای کې د علم په لټه کې شي.
ساينس او ټيکنالوجي د اسلامي امت له لاسه ورکړی ميراث دی. الجبر، ستور پوهنه، جیومیټري او طبابت د نړۍ نورو ځایو په پرتله زمونږ په نړۍ کې پرمختګ کړی دی. اوس مهال هم، داسې فرصتونه شته چې له شته ظرفيتونو په ګټه اخيستنې ډېر څه وکړو. بشري پرمختګ، د ناروغیو درملنه لکه سرطان، شکرې ناروغۍ، اچ آی وي او داسې نور د ساینس په وسیله شوني دي.
په نوې نړۍ کې، چیرې چې علمي پرمختګونه یواځې په څیړنه باندې تمرکز کولو او د پرمختګ پر بنسټ رامنځ ته کېږي؛ مونږ د اسلامي ټولنې په حیث بې ساری فرصت لرو چې دا تر سره کړو. که چیرې هر هېواد له مونږ څخه کلکه ژمنه وکړې چې اکادميکو څېړنو ته به پاملرنه زياتوو. خپل ځوانان به دې ته هڅوو چې زده کړې وکړي، خپلې تجربې، علم، افکار او نوښتونه له یو بل سره شریک کړي، نو کولای شو چې د خپل ژوند چاپیریال بدل کړو او د نړۍ د نوښتونو په لومړي کتار کې ځای ولرو.
ښاغلیو او آغلیو،
افغانستان له افراطیت او ترویزم سره په جګړه بوخت دی. ناامنۍ او روان جنګ له بشري پوتانشییل سره د یوځای کېدنې او د خپل هېودا له بډایه طبعي سرچینو څخه د ګټې اخیستنې مخه ډب کړې ده. مونږ په دې پوهیږو چې تعلیم له دې اوږمهاله خطر او کړکیچ سره د مبارزې یواځينۍ کیلي ده. نو په همدې اساس، افغانستان ماشومانو ته د زده کړو برابرول په خپلو ملي لومړيتوبونو کې بولي.
مونږ له ۲۰۱۱ زیږدیز کال راهیسې د ساینس او ټکنالوجۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. دا مهال د هېواد ۹۰٪ سلنه برخه دموبایل خدمتونو تر پوښښ لاندې ده. همدارنګه د هېواد کابو ۸۰٪ سلنه وګړي د ګرځنده موبایل له خدمتونو برخمن دي. انټرنیټي پوښښ له ۱٪ سلنه ۱۰٪ سلنه ته پورته شوی دی، د انټرنیټ يو میګابیټ قیمت له ۳۰۰۰ امریکایي ډالرو نه ۶۰ ډالرو ته را ښکته شوی دی. زمونږ هدف دا دې چې په افغانستان کې انټر نیټ ته لاسرسی زیات او قیمت یې د امکان تر بریده را کم کړو. نو په همدي اساس زمونږ خلک به وکولای شي چې برېښنايي نړۍ او له همدې لارې علم، زده کړې او ساینس ته لاس رسی پیدا کړي.
همدارنګه مونږ پوهیږو چې سایبري خوندیتوب یوه مهمه موضوع ده او اړتیا ده چې په دې هکله جدي پاملرنه وشي او په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو سازمان هڅې چې د غړو هېوادنو پوتانانشییل پياوړی کړي هرکلی کوو. مونږ باور لرو چې ټکنالوجي په ټول هېواد کې د برېښنایې حکومتوالۍ سیستم په جوړولو کې یواځینۍ وسیله ده. د اذربایجان حکومت په همکارۍ مونږ وکولای شول چې د اسان خدمت په نوم نوې حکومتي اداره رامنځ ته کړو کوم چې د ټکنالوجۍ او نوښت په وسیله د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې بې سارې ده.
اسان خدمت د One-stop shop په بڼه عامه خدمتونو وړاندې کوي. لکه پاسپورټ، تذکره، لایسنس او داسې نور چې دا ټول خدمات تر یو چتر لاندې وړاندې کېږي. دغه بدلونونه او نوښتونه زمونږ ستاسو په هېوادونو کې مثبت تغیرات راوستلی شي. خلک په خپل حکومت باوري کوي، او زمونږ ټولنو سره مرسته کوي چې د ټکنالوجۍ او علم په ډګر کې تر ټولو وړاندې و اوسي. نوښت، د ساینس او ټکنالوجۍ په برخه کې پرمختګ باید زمونږ د ټولو ګډ هدف و اوسي. د دې هدف لاس ته راوړلو لپاره اړینه ده چې ټول غړي هېوادونه د څیړني او پراختیا په برخه کې تر ۲۰۲۶ زیږدیز کال پورې ۲٪ سلنه بودیجه مصرف کړي.
دا به له مونږ سره مرسته وکړي چې د نړۍ په کچه د زده کړې سیستمونه ایجاد او په لسګونو ملیونه وګړي په خپلو هېوادو کې وهڅوو چې ساینسي زده کړې تعقیب او د خپلو ټولنو د پرمختګ لپاره کار وکړي. دابه زمونږ ماشومانو او ځوانانو ته لامحدود فرصتونه ورکړي. دا به اسلامي نړۍ یوځل بیا د علمي پرمختګ او نوښتونو پر برخه کې وځلوي.
اجازه راکړئ، غواړم ووایم چې افغاستان د اسلامي هېوادونو سازمان لخوا د ساینس او ټکنالوجۍ په برخه کې د ۲۰۲۶ کال لپاره له اجنډا او سپارښتونو څخه ملاتړ کوي. د دغه اجنډا لومړيتوبونه به مونږ په خپلو لومړيتونو کې شامل کړو.
ډېره مننه
