د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

ښاغلي پوندوی ډاکټر محمد هادی هدایتي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه ټاکل شوی دی نن د دوشنبې ورځ د روان ۱۳۹۵ کال د مرغومى (جدي) میاشتې په ۲۰ مه نیټه په یوه رسمي غونډه کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې جوړه شوې وه د مخابراتو وزارت کارکونکو ته ور وپیژندل شو.

د غونډې په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست او تخنیکي مرستیال ښاغلي سید احمد شاه سادات خبرې وکړې، او ښاغلي محمد هادی هدایتي ته د هغه د ټاکنې په مناسبت مبارکي وویله. همدا راز ښاغلي احمدشاه سادات د وزارت پخواني مرستیال ښاغلي وهاب الدین سادات کړنې یې وستایلې او د مخابراتي خدمتونو په وړاندې کولو او پراختیا کې د قدر وړ وبللې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر، هیله څرګنده کړه چې د ښاغلي هدایتي د درایت او کاري پوهې په پایله کې د خدمتونو په وړاندې کولو کې مثبت او رغنده بدلون رامنځته شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالی او اداري پخواني مرستیال ښاغلي وهاب الدین سادات په خپلو خبرو کې ښاغلي هدایتي ته مبارکي وویله او ورته د چارو په سرته رسولو کې د بریالیتوب هیله وکړه. او د وزارت په چارو کې د خپل ماموریت څخه خوښي څرګنده کړه او د دولت د مشرتابه له باور څخه یې مننه وکړه.

وروسته ښاغلي پوهاند ډاکټر هدایتي، په خپل وار سره، په دې غونډه کې خبرې وکړې  او د حکومت د مشرتابه له باور څخه یې قدرداني وکړه همداراز ښاغلي هادی هدایتي د پخواني مرستیال څخه هم مننه وکړه اوهغه ته په ټولو چارو کې د بریالیتوب او نیکمرغۍ هیله وکړه.

ښاغلي هدایتي په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې خپل ټول توان، پوهه او تجربې په کار اچوي او په صداقت سره خپله دنده سر ته رسوي. هغه وویل: چې پر اداري جوړښت بیا کتنه، د مالي پلانونو ارزونه، شفافیت او حساب ورکونه او په دندو کې د  متخصصو افرادو ګمارل د ده له لومړیتوبونو څخه دي.

باید یادونه وشي چې ښاغلي پوهندوی محمد هادی هدایتي د هیواد د متخصصو کارپوهانو څخه دی او مخکې د کابل پوهنتون د مالي او اداري مرستیال په توګه دنده تر سره کړې او په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس په څانګه کې د استاد په حیث دنده لري.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته