دریمه برخه : د ابتکارپروګرام کې د احتمالي نوي کاروبار پیل کوونکي په توګه د نوم ثبتولو بلنلیک

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

 

 

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د افغانانو (نارینه او ښخینو) لپاره د نوي کاروبار د پیل کولو اسانتیاوي چمتو کړي دي. د نوي کاروبار پیل کولو دا پروګرام ابتکار نومول شوی دی. د ابتکار پروګرام موخه دا ده چې د نوي کاروبار پیل کوونکي کسان د دریم څل لپاره هم استخدام کړي، کوم چې د کاروبار لپاره نوښتګر نظریات لري، او معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ په برخه کې د خپلو شخصي کمپنیو جوړولو ته لیوال دي. که تاسي له دي کسانو څخه یاست، نو ابتکار به تاسي ته هغو وسایل، سهولتونه، څارنه او زده کړه درکړي چې خپله نوي کمپنۍ جوړه کړئ او هغه په پښو ودروئ. د اتبکار مدیریت به نوي جوړي شويو کمپنیو ته به د اړتیا وړ زیربناوي، لوژستیکي ملاتړ، او د کاروبار د پراختیا د ملاتړ خدمتونه چمتو کړي، او دا ټول خدمات به وړیا وي، تر څو له تاسي سره مرسته وکړي جې خپل هغه کاروبار چې ورته لیوال یاست، پیل کړئ.

موږ هغه درخواستونه چی د ICT په برخه کی د سوداگری جورولو ظرفیت لری تشویق کوو. مونږ تر اوسه ICT  کمپنی په لاندی برخو کی جذب کړی دی: د مالی چاری سیستم ، د دولتی چارو برابرول ،ملی اردوسیستم ، د زدکری په برخه کی ، د د خصوصي سکتور د پراختیا په برخه کی، او مونږ غوارو چی نور درخواست کونکی په لاندی برخو کی جذب کړو لکه زراعت ، تولنیز پرمختګ، صحت ، د ښځو پیاوړتیا   او داسی نوربرخو کی.

 

د دغی نوي کاروبار  په پیل کولو سره، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت موخه دا ده چې په خپل ځان متکي د نوي کاروبار پیل کولو خدمات تاسیس کړي تر څو په افغانستان کې له نوي او مخ په زیاتیدونکي افغاني کاروباروي کمپنیو څخه ملاتړ وکړي، او په افغانستان کې د نوي او مخ پر ودي کاروبارونو سره د مرستي او همکارۍ ژمنه وکړي. په تیرو دوو کالو کی د مخابرات او تکنلوژی معالوماتی  وزارت د ابتکار د څانکی څخه ۲۰ کمپنی به بریالی توکه فارغی کری.

علاقه لرئ؟ که چیرې تاسي کوم کاروباري نظر او یا کوم تولید لرئ، او غواړئ چې هغي ته پراختیا ورکړئ او په یوه کمپنۍ يي بدله کړئ، ابتکار کولای شوی ستاسي د نوي کمپنۍ کوربه شی. مهرباني ورکړئ او زموږ د وړتیا معیارونه ولولئ، او د درخواست فورمه، چې زموږ په ویب سایټ www.ibtikaar.gov.af  کې موجود ده، بشپړه کړئ.

د فورمی پبتولو اخیری تاریخ سه شنبه ورج 16 ام د جولای، کال ۲۰۱۶ دی.

د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ او لاندې کس سره اړیکي ونیسئ:

 ایمیل :ibtikaar@mcit.gov.af ; mcit.ibtikaar@gmail.com

ټیلیفون: 0202 31 30 77, 0202 31 30 75 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې داتصالاتو مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد مخابراتي سايټ په جوړېدو سره به د لښکرګاه ښار بی ټي ون سیمې سربیره ډیری نیږدې سیمې له انټرنټي او مکالماتي...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیمونو له لوري یو شمېر امارتي وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیمونو له لوري په بېلابېلو وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۳۸
Background image

میدان وردګو ولایت کې د لوړ تناژ ترازوګانو سیسټم جوړ او تطبیق شو

د یاد سیسټم په تطبیق سره به نه یوازې چارې آسانه او چټکې شي بلکې له مخې به یې په قانوني ډول د غټو موټرانو د بار اندازه...

بېرته خبرونه ته