دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت سره د (۹) عراده موټرو مرسته

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره د نړیوالوځواکونو د کمک او همکاری ډلې (ایساف) له خوا د (۹) عراده پستي موټرو مرسته د پستې مراسلاتو د لیږد را لیږد په برخه کې وشوه.
په هغه غونده کې چې په همدې اړوند د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت په انګړ کې جوړه شوي وه  ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر د ایساف نړیوالو ځواکونو مرستیال ښاغلی تورن جنرال ( Richard Rossmanith ) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رهبري هیئت ،مرکزی رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی ؤ.


د غونډې  په پيل کې ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د نړیوالو ځواکونو ( ایساف ) له مرستو څخه مننه وکړه او زیاته يې کړه:  د ذکر شویو موټرو په راتګ سره به د دولت په عوایدو کې زیاتوالی راشي،  همدارنګه د یادوموټرو څخه به د پستی مراسلاتو د لیږد را لیږد په برخه کې ګټه واخیستل شي. دغه شان به د پستي خدمتونو په برخه کې زموږ ګرانو هیواد والوته لا نورې آسانتیاوی برابري شي. پستي خدمتونه په هیواد کې ډیر مهم او د ارزښت وړبلل کیږي چې اوس مهال په هیواد کې د ولسوالیو په کچه ۴۶۵ پسته خونې شتون لري چې په تیرو ۱۰ کلونو کې د پسته خونو په بیا رغونه ، عصری کولو اود ذکرشویو پسته خونو په کار کې مؤثریت راغلی دی.
وروسته بیا د نړیوالو ځواکونو ( ایساف) مرستیال ښاغلی  تورن جنرال ( Richard Rossmanith) خبرې وکړی او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره يي  د نورو مرستو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته