ښاغلی اجمل عیان د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د رئیس په توګه معرفي شو

mcitadmin
شنبه ۱۳۹۶/۱۲/۱۹ - ۵:۳
fsdf

ښاغلی اجمل عیان چې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د رئیس په توګه ټاکل شوی دی د روان 1396 کال د کب میاشتې په 19 مه نیټه په یوه رسمي غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي  لخوا د یاد ریاست کارکونکو ته ور وپیژندل شو.

د غونډې په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي، ښاغلي اجمل عیان ته د هغه د ټاکنې په مناسبت د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې په ټینګار سره وویل: چې ټول مسئولین او کارکوونکي باید د یو ټیم په توګه کار وکړي او د شرکت د پرمختګ او پراخوالي لپاره هیڅ ډول کوښښ ونه سپموي.

همداراز  ښاغلي اجمل عیان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د باور څځه د مننې څرګندولو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د مخابراتو وزارت د رهبری او ملګرو په مرسته هیواد او خلکو ته د  خدمت په لاره کې په ریښتینولۍ کار وکړي او خپله هڅه به ونه سپموي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته