ډېر ژر به هېواد کې د ټولو مخابراتي شبکو د سيم کارتونو راجسترېشن پيل شي.

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳
د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ سرپرست وزير سيد احمدشاه سادات دغه خبرې نن ننګرهار ولايت ته د خپل سفر په مهال وکړې. هغه د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ د رياست تر څنګ د افغان ټيلي کام د ختيځ زون مرکز څخه هم ليدنه وکړه او د انټرنيت د سرعت تر څنګ مختلفې تخنيکي څانګې يې و ارزولې. د ننګرهار خلکو په دغه ولايت کې د انټرنيټي خدماتو او په وروستيو کې د دغه وزارت د سرپرست وزير له لوري د سلام مخابراتي شرکت د انټرنيټ له ۲۰٪ تخفيف څخه مننه وکړه. د سلام مخابراتي شرکت د تخفيف سره سم په دغه ولايت کې د "سلام" سيم کارت پلور زيات شوی او هره ورځ په سلګونو مراجعين ولايتې څانګې ته ورځي. 
انجينر سيد احمد شاه سادات همدا راز د ننګرهار د والي او خلکو د هغې غوښتنې په ځواب کې چې په دغه ولايت کې د هدفي وژنو، اختطاف، تهديدونو او نورو جرايمو د مخنيوي لپاره د سيم کارتونو د راجسترېشن پروسه پيل کړي، وويل چې په ټول هېواد کې د سيم کارتونو د راجسترېشن لپاره يو طرز العمل نهايي شوی چې ډېر ژر به ېې عملي پروسه پيل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته