پکتیکا ولایت کې د سلام مخابراتی شرکت د دوو سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۴:۳۸
مخابرات پکتیکا

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ ریاست، د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې ولایتی آمریت او افغان ټلیکام مخابراتي شرکت له لوري د نوموړي ولایت اوړممۍ ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شرکت د دوو سایټونو د ودانیزو چارو له بهیر څخه چې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته جوړیږي څارنه ترسره شوه.

د یادو سایټونو چارې د قرار داد له شرایطو سره سمې روانې دي او د بشپړیدو وروسته به یې تخنیکي چارې پیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

همداراز د یادونې وړ ده چې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزارت له پاملرنې څخه یې قدرداني څرګنده کړه او د یاد ولایت د مخابراتو ریاست له هڅو څخه یې مننه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته