په کونړ کې د نوري فايبر پرانسته وشوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

 

د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ تخنيکي معين او سرپرست وزير سيد احمد شاه سادات نن په کونړ ولايت کې د افغان ټيليکام له لوري د نوري فايبر پروژه ګټې اخيستلو ته وسپارله. نوري فايبر پروژه له جلال اباد څخه د ۹۶ کيلومتره واټن په درلودلو له کونړ سره وصل شوه. دغه پروژه د دري مليونه امريکايي ډالرو په لګښت د ۱۵مياشتو په موده کې تکميل شوه.

د پرانستې په غونډه کې د کونړ والي الحاج وحيدالله کليمزي، په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي مولوي شهزاده شاهد، د افغان ټيلي کام عمومي رئيس انجينر شريف خان، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

مولوي شهزاده شاهد د دغې پروژې په برياليتوب سره په تکميلولو د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ وزارت له سرپرست وزير مننه وکړه او همدا راز يې خلک د ټولګټو پروژو په عملي کولو کې همکارۍ ته را وبلل. د کونړ والي الحاج کليمزي د مخابراتو وزارت د ښو خدماتو د ستاينې تر څنګ په دغه ولايت کې د مخابراتي ستونزو او په ځينو ولسواليو کې د پوښښ نشتون يادونه وکړه. هغه د کونړ ښه امنيت او د خلکو د همکارۍ روحيه د دې وړ وبلله چې مرکزي حکومت او نړېواله ټولنه په دغه ولايت کې لا ډېرې پرمختيايي پروژې عملي کړي.

د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ سرپرست وزير د کونړ خلکو ته د دې سترې او ګټورې پروژې د تکميل مبارکي ورکړه او د خلکو له همکارۍ يې مننه وکړه. د کونړ د خلکو د هغو غوښتنې په ځواب کې چې ځينې لرې پرتې ولسوالۍ په مخابراتي پوښښ کې ستونزې لري، ژر تر ژره د هواري ژمنه وکړه. همدا راز يې د کونړ پوهنتون د نوري فايبر له لارې له نړېوالو اکاډيميکو ادارو سره د وصلولو، په کونړ کې ژر تر ژره د ډي ايس ايلDSL انټرنيټي خدماتو ترڅنګ د فايبر ټو هوم Fiber to Homeد پيلولو ژمنه هم وکړه. هغه وويل چې د مخابراتو وزارت په ټيټو بيو د ښو مخابراتو خدماتو وړاندې کول په خپلو لومړيتوبونو کې بولي او د ۲۰۱۸ م تر پایه يې ټول هېواد ته د نوري فايبر د غځولو اعلان وکړ. د هغه په خبره چې له ۹ ولايتونو پرته د هېواد ټولو ولايتونو ته نوري فايبر رسېدلی او دغه ۹ ولايته به هم ډېر ژر د ۵۰ مليونه امريکايي ډالرو په لګښت د نوري فايبر په مټ له نړۍ سره وصل شي. د نوري فايبر له خپرېدو سره د انټرنيټ او مخابراتو بيې او کيفيت دواړه ښه کېږي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۲۲
Background image

د پنجشیر ولایت په درې ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

پنجشیر ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اترا ادارې استازي له لوري د یاد ولایت درې ولسوالۍ کې د شته مخابراتی شرکتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۶
Background image

دایکنډي ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې ۳ سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنی وشوی چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۹
Background image

پکتیا ولایت لجه منګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د یو مخابراتى سایټ ظرفیت لوړ شو

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې او افغان ټلی‌کام مخابراتي شرکت سلام شبکې په ګډو هڅو...

بېرته خبرونه ته