په کابل کې د قرغیزستان د سفارت شاردافیر ښاغلي اوچکون ایرالیو سره ناسته

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست شهزاد آریوبي د قرغیزستان له شاردافیر ښاغلي اوچکون ایرالیو سره د مخابراتي سکټور په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږد مهال لپاره د رغنده دوه اړخیزه اړیکو او همکارۍ په موخه ناسته درلوده. په ناسته کې د ډیجېټل کاسا پروژې پر ښه تطبیق، په مخابراتي سکټور او اقتصادي برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیاوړو اړیکو په رامنځ ته کولو، د ورېښمو لارې د نورې فایبر څلور اړخیزه هوکړه لیک چې د افغانستان، چین، قرغزستان او تاجکستان هېوادونه پکې شامل دي په ښه شان د دغه تړون په عملي کولو، د (تزاکم) پروژې او نورو اړوند مسایلو خبرې وشوې.

سرپرست وزیر د ښاغلي ایرالیو له راتګ څخه د مننې ترڅنګ له یاد هېواد څخه په ارزانه بیه د چټک انټرنېټ، په مخابراتي سکټور کې د افغان ځوانانو ظرفیت لوړونې او نورو اړوند برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو جوړولو او دوه اړخیزه همکارۍ په موخه به په نږدې راتلونکې کې قرغیزستان هېواد ته رسمي سفر وکړي. همدارنګه نوموړي د قرغیزستان هېواد په منځۍ اسیا کې د افغانستان نږدې دوست وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نږدې سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پاللو ټینګار وکړ. په پای کې د قرغیزستان د سفارت شاردافیر له خپل لورې افغاستان سره د مخابراتي سکټور په پیاوړي کولو کې کلکه ژمنه او ډاډ ورکړ او سرپرست وزیر ته یې د نوې دندې د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د لا بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

کندز ولايت کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اترا ادارې د ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

بېرته خبرونه ته