په کابل د معلوماتي ټکنالوژي په برخه کې د لوړي زده کړي او روزنې له مینه والو څخه د سي وي (CV) سپارلو غوښتنه

superadmin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

۱)         د افغانستان اسلامي جمهوریت، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت (MCIT)، له نړیوال بانک څخه د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژي (ICT) سکټور د پراختیایي پروژي د لګښتونو د بشپړولو لپاره مالي مرسته ترلاسه کړي ده، او په پام کې لري چې د دغو سرچینو یوه برخه په افغانستان کې د IT په برخه کې د مسلکي کسانو لپاره د معلوماتي ټکنالوژي په برخه کې د لوړي کچې روزنې په برابرولو باندې ولګوي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت (MCIT) په پام کې لري چې د مهارتونو د پراختیا پروګرام لاندې په راتلونکو دریو کلونو کې ۱۵۰۰ تنه د IT مسلکي کسانو ته روزنه ورکړي.

۲)         د IT په برخه کې صلاحیت لرونکو او وړتیا لرونکو کسانو ته روزنې به په کابل کې د دریو ټاکل شویو مشورتي تعلیمي مؤسساتو لخوا وړاندې شي. نړیوال بانک او MCIT دا دري تعلمیي مؤسسي، چې د کاردان د لوړو زده کړو انستیتیوت، د سنګاپور انفوتیک او رڼا ټکنالوژي دي، د MCIT د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژي د لوي ریاست تر لارښووني لاندې، د دي زده کړو او روزنو د برابرولو لپاره انتخاب کړي دي.

۳)         دا پروګرام به فارغینو ته دا فرصت په لاس ورکړي، چې خپل مهارتونه پیاوړي کړي او د تخنیکي، تجارتي، او نور "نرم" مهارتونو (لکه اړیکي، د کار ځای ټولنیزي اړیکي، او داسي نور) د زده کړي له لارې، په خپله څانګه کې کار کولو ته آماده شي. دا کړنلاره به دا خبره تضمین کړي چې د عملي پروګرامونو او د کار بازار د اړتیاوو تر منځ نیژدي یووالی موجود دی.

۴)         دا کړنلاره د MCIT له هغه فعالیت څخه ملاتړ کوي چې د سکټور د اړتیا وړ مهارتونو د کچي لوړول د MCIT او د لوړو او تخینکي زده کړو د مؤسساتو تر منځ د همکاري له لاري، او د لوړو زده کړو وزارت سره په همغږي او هماهنګي سره ترلاسه شي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت او دري ټاکل شوي تعلیمي مؤسسي (کاردان، انفوټیک، او رڼا ټکنالوژي) به د معلوماتي ټکنالوژي (IT) په څانګه مسلکي کسان د رقابتي آزموینو له لارې د روزنې لپاره انتخاب کړي. ټاکل شوي روزنیزي مؤسسي به فارغین او همدا رنګه هغه کسان چې په نیژدي وخت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژی (ICT) له څانګي فارغ شي، او همدا رنګه ټاکل شوي دولتي کارمندان، چې د هغوی د صلاحیتونو او وړتیاوو د ارزونې له لارې انتخاب شوي وي، روزنه ورکړي. همدا رنګه په دي پروګرام کې د استادانو د روزني پروګرام د یوې برخې په توګه، د لوړو تعلیمي مؤسسو استادانو ته هم روزنه ورکړ شي. د روزني له پای ته رسیدلو سره سم، د محصلینو وړتیا او صلاحیتونه به بیا هم وازمویل شي، تر څو د روزنیز پروګرام وړتیا وارزول شي، او هغه شمیر فارغین په ګوته شي چې د افغانستان د IT مؤسسو لخوا د استخدام وړتیا ولري.

۵)         په دي روزنیزو کورسونو کې دا لاندې کسان د شمولیت وړتیا لري:

            الف)      د ICT اړوند د وروستي کال محصلین (۱۴ ټولګي) چې د پوهنتون لیسانس پروګرام سره تړاو لري؛

ب)        هغه شمیر محصلین چې په نیژدي وختونو کې د پوهنتون له انجنیري او معلوماتي ټکنالوژي له څانګو څخه فارغ شوي دي؛

            ج)         د ICT په څانګو کې د لوړو زده کړو مؤسسو تدریسي غړي؛         

            د)          هغه وړتیا لرونکي د IT مسلکي کسان چې د Microsoft، Cisco یا Oracle تصدیق پاڼي لري؛

هـ)        د معلوماتي ټکنالوژي په برخه کې با استعداده دولتي کارمندان (چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت د ICT د لوی ریاست لخوا به ټاکل کیږي).

۶)         په دي پروګرام کې د منل کیدلو لپاره د وړتیا او صلاحیتونو ارزیابی (تحریري آزموینه + مرکه) به د دریو واړو روزنیزو مؤسسو لخوا ترسره شي، تر څو هغه کسان چې باید روزنه ترلاسه کړي، وټاکل شي.

۷)         د روزنیزو مؤسسو لخوا روزنه به د MCIT لخوا د منظور شوي تدریسي نصاب سره سم ورکول کیږي. محصلین کولای شي چې په بیلابیلو څانګو کې مهارتونه ترلاسه کړي. د روزنېزو کورسونو په پای کې به محصلینو ته تصدیق پاڼي ورکړل شي، چې احتمالاْ د MCIT لخوا به تایید شوي وي.

۸)         هره روزنیزه مؤسسه به د ۳ میاشتني کورس په جریان کې، ۱۵۰ ټاکل شويو محصلینو ته روزنه ورکړي، چې هره ورځ به لږ تر لږه ۴ ساعته تدریس ولري. هره روزنیزه مؤسسه به هر محصل ته په لاندې څانګو کې روزنه ورکړي:

الف)      د سافټ ویر مهارتونه: د ډیټابیس پراختیا او څارنه (د Oracle په ګډون)، د ډیتا بیرته موندل، د موبایل ټیلیفون لپاره پروګرامونه؛

ب)        د هارډویر مهارتونه: د شبکي تصدیق پاڼې او اړوند چاري، د کمپیوټرونو خلاصول او بندول او د هغوی څارنه او ساتنه، د ستونزو موندل او د هغوی سمونه؛

ج)         د انټرنیتی ټکنالوژي مهارتونه: د ویب سایټ جوړول، الکترونیکي خدمتونه او پورټال، سایبر امنیت، د شبکي څارنه؛

            د)          نرم مهارتونه: د اړیکو نیولو مهارتونه، د اشخاصو خپل منځي اړیکي، تجارتي اړیکي.

۹)         همدا رنګه روزنیزي مؤسسي به له هغو محصلانو سره چې فارغیږي، د کار او د ندې په موندلو کې مرسته کوي، چې په دي کې د کار موندې ورکشاپونه جوړول هم شامل دي. له دولتي مامورینو او استادانو څخه دا توقع کیږي چې د روزنې له پای ته رسیدلو سره سم، بیرته خپل د کار ځای ته ستانه شي او د استخدام اړوند ملاتړ مستحق به نه وي.

۱۰)       روزنیزي مؤسسي به همدا رنګه له محصلینو سره د سیمه ییزو او نړیوالو تصدیق پاڼو (Microsoft، Cisco او Oracle) په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

  1. د سوانحو لنډیز (CV) سپارل: د معلوماتي ټکنالوژي (IT) په برخه کې له مسلکي او وړ کسانو څخه هیله کیږي چې د خپلو سوانحو لنډیز (CV) دی په لاندې آدرسونو ولیږي:

            الف)      د کاردان د لوړو زدکړو انستیتوت، ایمیل: training@kardan.edu.af

            ب)        سنګاپور اینفوتیک-  ایمیل: enrolments@infotechgroup.com

ج)         تکنالوژی رڼا – ایمیل: wdosti@rantech.com

 

[مینه وال باید د خپلو سوانحو لنډیز یوازي یوه پورته ذکر شوي روزنیزي مؤسسي ته ولیږي، چې دا د هغوی خپله خوښه ده چې کومي روزنیزي مؤسسي ته یي لیږي؛ هر هغه مینه وال چې خپل د سوانحو لنډیز له یوه نه زیات روزنیز مرکز ته ولیږي، د هغوی غوښتنلیک به رد شي.]

۱۲)       د سوانحو لنډیز (CV) د سپارلو وروستي نیټه: د ۲۰۱۲ کال د ډسمبر ۸ نیټه، د ماسپښین ۲ بجي.

۱۳)       د وړتیا او لیاقت آزموینه: د ټاکل شویو مینه والو لپاره مشترکه آزموینه به د ۲۰۱۲ کال د ډسمبر په ۱۵ نیټه، د ماسپښین په ۲ بجي په دري واړه روزنیزو مؤسسو کې ترسره شي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۱:۲۹ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مرکزي دفترونو لپاره د (۶۱) قلم قرطاسیې د چمتو کولو پروژې قرارداد د ورکړې د پریکړې خبرتیا

پدې توګه د تدارکاتو د قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې له مخې، خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکزي دفترونو لپاره د (۶۱) قلم قرطاسیې...

دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۲:۳۶ کابل
Background image

د وسایطو او جنراتورونو د اړتیا وړ غوړونکو (روغنیاتو) توکو چمتو کولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د وسایطو او جنراتورونو د اړتیا وړ غوړونکو (روغنیاتو) توکو چمتو کولو پروژې کې...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۳:۱۳ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزارت د اړتیا وړ بریښنایي توکو د چمتو کولو پروژې د داوطلبۍ خبرتیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د اړتیا وړ بریښنایي توکو د چمتو کولو پروژې کې...

Back to tenders