په دایکندي ولایت کې د نوري فایبر پروژې کار پرانستل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین تېره ورځ دایکندي ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوري فایبر پروژې کار پرانیست.

په دغه سفر کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر او ور سره پلاوی د خلکو له ګرم ښه راغلاست سره مخ شو او د نوري فایبر د پروژې د کار په اړه یې په اړونده غونډه کې ګډون وکړ، د غونډې د پرانستلو پرمهال د دایکندي ولایت والي ملمنو ته ښه راغلاست ووایه او له راتګ څخه یې دایکندي ولایت ته خپله خوښي څرګنده کړه.

وروسته په ولسي جرګه کې د دایکندي خلکو استازي اسدالله سعادتي د هېواد او دایکندي ولایت په کچه د مخابراتو او ټکنالوجۍ  پرمختګ ته نغوته وکړه او یاد ولایت ته یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لا زیاتو توجهاتو غوښتنه یې وکړه.

وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګين په خپلو خبرو کې د یاد ولایت د خلکو له بې نظیره استقبال څخه خوښي څرګنده کړه او مخابراتو، نوې ټکنالوجۍ، پوهنې او پرمختګ ته يې د دوی لېوالتیا وستایله. ښاغلي سنګین د خپلو خبرو په ترڅ کې خلکو ته له ۲۰۱۴ کال وروسته د امنیت، پرمختګ، سولې او ټیکاو ډاډ ورکړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر همدارنګه د مخابراتو د وضعیت او پرمختګ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: چې اوس مهال له شل ملیونو زیات افغانان مبایل خدمتونو ته لاسرسی لري چې د ګاونډیو هېوادونو په پرتله يې د قناعت وړ پرمختګ کړی، هغه وویل چې د وروستۍ یوې لسیزې په موده کې پر مخابراتي سکتور څه باندې دوه ملیارده ډالره پانګونه شوې چې زرګونو هېوادوالو ته پکې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار اشتغال پیدا شوی دی.

د ښاغلي وزیرپه وینا چې په نږدې راتلونکې کې به ۸۰ سلنه هېوادوال انټرنټ او 3G خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي چې دا یو ښه رقم دی.

محترم امیرزي سنګين د خپلو خبرو په ترڅ کې په دایکندي ولایت کې د مخابراتو او انټرنټ پرمختګونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: د دایکندي ولایت په کچه د TDF پروژې لخوا ۷ ټاورونه جوړ شوي او د ۲۲ نورو ټاورونو قرارداد هم لاسلیک شوی چې ددې ټاورو په لګولو سره به په دې برخه کې د دایکندي خلکو ستونزې اوارې شي.

په ورته وخت کې د مخابراتو محترم وزیر د نوري فایبر پروژې ته په اشارې سره وویل چې دغه پروژه د بشپړېدو په حال کې ده او په نښلولو سره به يې به ټولو ولایتو کې خلکو ته د پوهنې، لوړو زده کړو، عامې روغتیا، زراعت او نورو برخو کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي، هغه همدارنګه د الکترونیکي دولتدارۍ او له انلوګ څخه ډیجیټل ته د ټلویزیوني شبکو د سیسټم اړولو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او په ګتو یې خبرې وکړې.

د یادونې ده چې نوري فایبر د مخابراتو او انټرنټ په برخه کې یو لویه ټکنالوجي ده چې له مخې يې د مخابراتو او انټرنټ د لوړ ظرفیت آسانتیاوې رامنځته کولای شي، همدارنګه ددغه پروژې په پلي کېدو سره به د هېواد ټول ولایتونه یو له بل سره او له بهر سره ونښلول شي چې په ترڅ کې به یې ټول هېوادوال وکولای شي د هېواد دننه د یو ولایت او بل ولایت سره او آن د بهر له علمي، کلتوري او اکادمیکو مراجعو سره په اړیکه کې شي او په دې برخه کې به خپلې ورځنۍ ستونزې پرې حل کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۶:۱۰
Background image

خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد لرو پرتو سیمو او له مخابراتي خدمتونو بې برخو ساحو ته...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار کې د روشن مخابراتي شرکت د یوه نوي سایټ د جوړېدو سروې ترسره شوه

یاد مخابراتي سایټ مرکز ښرنه کې د غوره مخابراتي چوپړ د وړاندې کولو او همداراز د پوښښ ساحې د پراختیا...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۴۴
Background image

میدان وردکو ولایت مرکز میدان ښار کې د اټوما مخابراتي شرکت د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او د کیفیت ښه والي په موخه د میدان وردک...

بېرته خبرونه ته