هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د مبایل کریډیټ کارټ د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۶:۳۱
ولایت هلمند

هلمند ولایت کې ۱۴ تنه د مخابراتي شرکتونو اړوند کرېډېټ پلورونکي چې په لوړه به یې کرېډېټ کارټونه پلورل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له قوانینو یې سرغړونه کوله غرفې یې مهرلاک او د قانون منګولو ته ؤسپارل شؤل.

‏د مخابراتو وزارت د ولایتي ریاست له لوري د یاد ولایت بېلابیلو برخو کې په لوړه بیه د کرېډېټ کارټونو د پلور له شکایت وروسته څار ترسره شو، چې په نتیجه کې یې ۱۴ تنه کرډېټ پلورونکي چې په الکټرونیکي او فزیکي ډول یې خدمات ترسره کؤل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له قوانینو یې سرغړونه کړې ؤه په مستند ډول د څارنې په نتیجه کې د قانوني سرغړونې په موخه یې خدماتي برخې مهرلاک او د قانون منګولو ته ؤسپارل شؤل.

‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېواد کې هیڅ چاته په غیر قانوني ډول د چوپړ د وړاندې کؤلو اجازه نه ؤرکؤي او وخت په وخت د هېواد ټولو برخو کې د نظارتي ټیمونو په واسطه له خدماتي برخو څار ترسره کېږي چې د غیر قانوني مواردو د لیدو په صورت کې د یادې برخې سره قانوني چلند صورت مومي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته