نورستان ولایت واما ولسوالۍ کې د سلام شبکی نوی مخابراتي سایټ د جوړولو چارې پیل شوې

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۲:۴۷
ایجاد سایت جدید در ولایت نورستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه نورستان ولایت د واما ولسوالۍ اړوند واما قدیم سیمه کې د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې آمریت او د افغان ټیلی کام مخابراتي شرکت مسؤلینو د ګډو هڅو په ترڅ کې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته د سلام شبکې د یوه نوي سایټ چې په 3G وسایلو به سمبال وې، دجوړولو چارې پیل شوې.

د دغه سایټ په فعالیدو سره به د یادې ولسوالۍ اړوند واما قدیم، اسلام آباد، اثرآباد، سرپُل کلی کې او د نورستان او کونړ ولایتونو ترمنځ غزیدلې لاره تر مخابراتي او انټرنټي پوښښ لاندې راوستل شي او د نوموړو سیمو مخابراتي ستونزې به ورباندې حل شي.

دیادونې وړده چې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت یاده کړنه وستایله او خوښي یې څرګنده کړله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته