مخابراتی اومعلوماتی تکنالوژی انستیتوت د انترنت له لاری نړی سره ونښلول شو
خپرې شوي: Oct 27, 2010
په هغه غونده کی چی د راوان کال د لړم دمیاشتی په 2 نیټه دمخابراتو او معلوماتی تکنالوجی په انستیتوت کی جوړه شوی وه
غونده کی د مخابراتو اومعلوماتی تکنالوژی سرپرست وزیرښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د معارف وزارت وزیرښاغلی غلام فاروق وردګ د اطلاعات او فرهنګ وزارت معین ښاغلی غلام نبی فراهی ، مخابراتو او معلواتی تکنالوژِی وزارت رهبری هئیت او ځینی داخلی او خارجی میلمنو ګدون کړی وه
غونده د قرانکریم په څو مبارکو آیاتونوپه تلاوت سره پیل شوه لومړی د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی انستیتوت رئیس میر عبدالرحمن صدری د غوندو برخه والوته ښه راغلاست وویل دمخابراتو او معلواتی تکنالوژی وزارت سرپرست انجنیر امیرزی سنگین ځانکړی پاملړنی چه مخابراتو اومعلوماتی تکنالوژی انستیتوت ته درلودی او د مخابراتی خدمتونو اداره (اترا) او افغان تیلی کام همکاریو څخه مننه وکړه دمخابراتو او معلوماتی تکنالوژي انستیتوت د انترنت له لاری نړی سره وصل شوه او په یو وخت کی ( 500 ) کسان کولای شی د انترنت څخه ګټه واخلی او 250 پایی لب تاپ کمپیوترونه په استادانو او محصلینو وویشل شوه .
ورپسی د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزیر جلالتماب انجنیر امیرزی سنګین هر ارخیزه وینا وکړه ویویل : زه نن دیړ خوشحال یم چی دی online campus پروژه پرانیزم چه له دی لاری د دغه انستیتوت ټول استادان او محصلین له نړی سره وصل شول.
د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژي انستیتوت توله ساحه لیلیه ، دزده کړی خونی دی انترنت تر پوښښ لاندی راغلی دی استادان او محصلین کولای شی چه له خپل لب تاپ څخه کټه واخلی اوس مهال د انترنت سرعت 10 mb ( میکابایت ) ده چی دی اړتیا په صورت کی به لا نور هم زیات شی په ننی عصر کی کمپیوتر او انتر نت د خلکو په ورځنی ژوند کی ډیر مهم او اساسی رول لری محصلین کولای شی چی دی انترنت له لاری خپل معلومات او مسلکی زده کړی په پوره ټوګه ترلاسه کړی هر هغه سوال چی د محصلینو په ذهن کی رامنځته شی کولای شی د انترنت له لاری حل کړی .
په ننی عصر کی بشری منابع تر طبیعی منابوڅخه زیات ارزښت لړی دیړ داسی هیوادونه شته چی طبیعی منابع نلری او دغه هیوادونو خپل بشری منابع لوری کړی چی مسلکی کدرونه دی تعلیم اوتربیه په برخه کی او همدغه شان په نورو برخوکی روزلی دی د ملګروملتونو د احصائیه له مخی ّپه 180 هیوادونو کی افغانستان په ورسته پاتی ( 5 ) هیوادونو له جمله څخه ده .
او دغه محصلین او ځوانان دی چه د هیواد راتلونکی جوروی زموږ مسولیت دا دی چی د روزنی او دمسلکی لوړتیا په برخه کی لا نوری آسانتیاوی برابر کرو . ګران محصلین هم مسولیت لری چی خپل مسلکی زده کړی او معلومات زیات کړی او په راتلونکی خپل هیواد ته د خدمت وړ وګرځی
د 1389 کال په لومړی ربع کی تقریباً 14،2 ملیون وګړی د مخابراتی اوآسانتیاو څخه برخمن شوی چی 85 ٪ وګړی د مخابراتی خدمتونو تر پوښښ لاندی راغلی دی چی ځینی لرو پرتو سیموکی د امنتی ستونزو له کبله موږ نشوای کولی چی د مخابراتی آسانتیاوی خپل ګران هیواد والوته را منځته کرو .
په تیر کالونوکی 337 تاورنه نصب او اوس مهال دغه شمیره 3670 ته اوچته شوی ده
افغانستان اوس مهال د مخابراتی خدمتونو په برخه کی له دیړو همسایه هیوادونو سره برابر او یا هم اوچت دی د انترنت په برخه کی تیر کال د یو میاکابیت بیه 40000 تر 50000 زرو دالر پوری وه درلود چی اوس تر 10000 زره دالره راښکته شوی د.
ورسته بیا د معارف وزیر ښاغلی غلام فاروق وردګ هر اړخیزه وینا وکړه او وویل نن نړی په یو کلی بدله شوی ده او هر وکړی کولای شی چه هرراز معلومات په دیر کم وخت کی د نړی له هرکوډ نه لاسته راوړی او همدارنگه دمخابراتو او معلوماتی تکنالوژي وزارت کړنی یی وستایلی .
ورپسی د ولسی جرګی دمخابراتو او مواصلاتو کمیسیون رئیس ښاغلی انجنیر محمد خان وینا وکړه او وویل دمخابراتو اومعلوماتی تکنالوژی وزارت په هغو پنځو وزارتونوکی چی موږ ورسره همکار یوه دغه وزارت په خپل کارونو کی دیر بریالی وزارت او د جلالتماب انجنیر امیرزی سنګین او دمخابراتو او معلوماتی تکنالوژي له رهبری هئیت نه یی مننه وکړه
دغوندی په ورستی برخه کی لب تاپ کمپیوترونه په استادانو او محصلینو دمخابراتو د وزارت رهبری هئیت له خوا وویشل شول .
غونده د ملی اتن سره پای ته ورسیده .
او رورسته له غوندی وزیر صاحب رسنیوته معلومات ورکرل