مخابراتو وزارت په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو لاښه والي لپاره جدي پاملرنه کوي
نن د ۱۳۹۷ کال د جوزا میاشتی ۱۶ مه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي په خپل کاري دفتر کې د اتصالاتو مخابراتي کمپنۍ له عمومي رییس ښاغلي صلاح زرجراس سره په ناسته کې د مخابراتۍ خدمتونو ښه والي، پدې اړه د خلکو ستونزو حلولو او شکایتونو ته یې رسیدګۍ، Dark Fiber، د سیم کارتونو ثبت، Mobile Money او پدې سکټور پورې نورو اړونده مسائیلو په اړه بحث او خبرې وکړې. ښاغلي زرجراس ژمنه وکړه چې د یادو موضوعاتو په اړه به جدي پاملرنه وکړي او د مخابراتۍ خدمتونو د کفییت لوړولو لپاره به خپلې هڅې ګړندۍ کړي.