له امنيتي ادارو سره د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ وزارت د همکاريو په اړه غونډه وشوه
د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ د سرپرست وزير انجينر سيد احمد شاه سادات په مشرۍ د امنيتي ادارو سره ګډه غونډه وشوه. په دغه غونډه کې د سيم کارتونو د راجسترېشن تر څنګ په يو لړ مسايلو بحث وشو. د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ وزارت له امنيتي ادارو سره په ځينو ځانګړو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه. امنيتي مسولينو د وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې په ټول هېواد کې د سيم کارتونو د راجسترېشن طرزالعمل يې په لږ وخت کې نهايي کړ او د تطبيق لپاره يې هدايات ورکړل.