د (CMS) یا د محتوا د مدیریت سیسټم لاسته راوړنې

naweed_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۳ - ۹:۳۱
CMS

د معلوماتي ټیکنالوجۍ، مخابراتو او ساینس وزارت د محتوا مدیریت سیسټم، چې د دولتي ویب ‌سایټونو جوړولو او د ستونزو حل کولو مسؤلیت لري، په وروستیو میاشتو کې د دولتي دفترونو لپاره د ویبسایټ رامینځته کولو او ډیزاین برخو کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي چې خورا مهم یې په لنډ ډول تشریح شوي دي:

۱-  د هیواد ټولو دولتي پوهنتونونو او د کابل پوهتون پوهنځیونو لپاره د ویب سایټ رامنځته کول، او د ویبسایـټ کارولو څرنګوالی په اړه د پوهنتون کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه برابرول.

۲-  د پشتنې بانک لپاره د ویب سایټ ډیزاین او جوړول او همداراز د بانک تخنیکي کارکوونکو ته د ویب سایټ په برخه روزنه ورکول. https://pashtanybank.com.af/

۳-  د جمهوري ریاست د لومړی معاونیت لپاره د ویب سایټ او ډیزاین جوړولو کار جریان لري چې په دې نیږدې راتلونکي کې به یې کار نهایي شي.  https://fvp.gov.af/

۴-  د افغان سرې میاشتې ټولنې لپاره د ویب سایټ ډیزاین او جوړول او د ویب سایټ په برخه د دغې ټولنې کارکوونکو روزنه. https://arcs.af/

۵-  د ملي مصالحې عالي شورا لپاره د ویب سایټ ډیزاین او جوړول او د ویب سایټ په برخه د دغې شورا کارکوونکو روزنه https://hcnr.af/dr

۶-  د ټولګټو وزارت لپاره د ویب سایټ ډیزاین او جوړول او د ویب سایټ په برخه د دغه وزارت کارکوونکو روزنه. https://mopw.gov.af/

۷-  د سی ام اس ټیم لخوا د دولتي دفترونو ورځنۍ ستونزې حلول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته