د کمپیوتری لایسنسونو د ویش په تړاو به د مخابراتو وزارت او ښاروالی تر منځ یو هوکړه لیک لاسلیک کیږي
د مرغومی ۳ مه، ۱۳۹۶
د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي د کابل سرپرست ښاروال پوهنیار عبدالله حبیب زی سره په ناسته کې وویل مخابراتو وزارت غواړي د کابل ښاروالۍ سره د یو هوکړه لیک له مخې ټرافیک په کمپیوټري سیستم عیار او په چارو کې يې اسانتیا راولي.
ده زیاته کړه ددغه سیستم په فعالیدو سره به لایسنسونه کمپيوټري او هرڅوک به يې د اړوند ادارې څخه په ديره کمه موده کې ترلاسه کوي.