د هیواد پوهنتونونه به د نوري فایبر له لارې له نړۍ سره ونښلول شي

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د هیواد پوهنتونونه به د نوري فایبر له لارې له نړۍ سره ونښلول شي

 د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او دلوړو زدکړو وزارت ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.چې له مخې به يې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د پراختیا له صندوق څخه، لوړو زدکړو وزارت سره،د پوهنتونونو د نوري فایبر سره د تړلو او بیا دغه پوهنتونونه له نړیوالو پوهنتونونو سره د نوري فایبر له لاری د تړلو په برخه کې مالی او تخنیکی همکاری او ملتیا کوی. د دغی همکاریو په پایله کې به د هیواد پوهنتونونه د افغانستان د تحقیقاتو  او زدکړی ملي شبکې سره وتړل شي چې په دي اساس به ددغو پوهنتونونو زدکونکي او روزونکي یو د بل سره او نړیوالو څیړنو او نورو معلوماتي زیرمو ته لاس رسی پیدا کړي. د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین په هغه مطبوعاتي غونډه کې چې په همدې اړه نن سه شنبه د 1391 کال د زمری د میاشتې په لسمه د مخابراتو په وزارت کې جوړه شوي وه وويل :(مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجي د هیواد  په ټولنیز پرمختګ او انکشاف کې ستر نقش  لري اوددې نوښت پر بنسټ به  د هیواد  د لوړو زده کړو  موسسې او پوهنتونونه چټک انټرنیټ  او په علمي ،تدریسي او تحقیاتي  چارو کې به معلوماتو ته  په ملي منابعوولاړ  پراخ لاسرسی ولري. ښاغلي سنګین  زیاته کړه دا به د هیواد د  لوړو زده  کړو د کیفیت  د لوړتیا کچه  نوره هم لوړه کړي. چې ددې کار د عملي کیدو سره به  د هیواد د پوهنتونونو تکیه به د انټرنیټي  خدمتونو په برخه کې له بهرنیو لنډ مهالو منابعو څخه کمه او د ملي منابعو له لارې به دایمې حل لاره غوره شي.)



وروسته د لوړو  زړه کړو وزارت وزیر ښاغلي داکترعبیدالله عبید د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزارت ددې نوښت له کبله د مننې په څرګندولو سره  زیاته کړه : دا نوښت د لوړو زدکړو وزارت په ځانګړي توګه له  پوهنتونونو سره یوه لویه مرسته ده  هغه وویل چې دا آسناتیاوي به د لیکچرونو په برابرولو،علمي شتمنۍ او تحقیقاتي څیړنو  په برخه کې  مرسته او ترڅنګ  به يې د محصیلینو او استادانو   لپاره، معلوماتو د لاسرسی ارزانه او چټکه لاره پرانیزي.
د نوموړي تفاهم لیک  پر بنسټ به هر کال د مخابراتو د انکشافي صندوق له لارې چې چارې یې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) لخوا  تنظیمیږي  د ځانګړې بودجې په پام کې نیولو سره دا  پروګرام  ددواړو وزارتونو په ګډه  همکارۍ  ترسره کیږي. د یادونې وړ ده چې په۱۳۹۱کال  کې  د نوموړی پروګرام  لپاره ۳ میلونه  امریکایي ډالره ځانګړي شوي او په پام کې ده چې په لومړې  مرحله کې به د هیواد په پنځو پوهنتونونو یانې  د کندهار،ننګرهار،بلخ ، دښوونې او روزنې  او دکابل طبي پوهنتونونو کې عملي شي

 


 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې داتصالاتو مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد مخابراتي سايټ په جوړېدو سره به د لښکرګاه ښار بی ټي ون سیمې سربیره ډیری نیږدې سیمې له انټرنټي او مکالماتي...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیمونو له لوري یو شمېر امارتي وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیمونو له لوري په بېلابېلو وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۳۸
Background image

میدان وردګو ولایت کې د لوړ تناژ ترازوګانو سیسټم جوړ او تطبیق شو

د یاد سیسټم په تطبیق سره به نه یوازې چارې آسانه او چټکې شي بلکې له مخې به یې په قانوني ډول د غټو موټرانو د بار اندازه...

بېرته خبرونه ته