د نیمروز ولايت مرکز زرنج ښارکې د روشن مخابراتي شرکت د پېرودونکو خدمتونو څانګه پرانېستل شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۶:۱۵
ولایت نیمروز

د روشن مخابراتي شبکې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاو د برابرولو په موخه د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار اړوند ختیځ لوري نجاریو په کوڅه کې د مخابراتي خدمتونو د پېرودونکو نوې څانګه پرانیستله.

اوس د نیمروز ولایت د مرکز اړوند زرنج ښار اوسیدونکي کولای شي له یادې څانګې څخه سیمکارتونه او نور مخابراتي توکي او خدمتونه په آسانۍ سره ترلاسه او خپلې مخابراتي او انټرنټي ستونزې حل کړي.

د  یادولو وړ ده چې د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د مرکز په ګډون او یو شمیر ولسوالیو کې د نویو سایټونو د جوړولو خبر ورکړ چې په جوړیدو سره به یې د نوموړي ولایت زیاتې محرومې سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راوستل شي او دخلکو ستونزې به تر یوه بریده ورباندې حل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته