د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزیر امیرزی سنګین پکتیکا ولایت ته سفر وکړ
د جمهوری ریاست د 45 ګڼه فرمان د حکم سره سم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي انجنیر امیرزی سنګین د روان کال سلواغي په 21 مه نیټه د یو جګپوړي پلاوي سره پکتیکا ولایت ته، د اړونده ادارو څخه لیدنه، څارنه او دځایي خلکو مخابراتی ستونزو د حل په موخه سفر وکړ.
پلاوی د سهار 7:45 د کابل هوايي ډګر څخه حرکت او په 8:30د پکتیکا ولایت هوايي ډګرته ورسید چې دهغه ولایت والي، امنیه قوماندان او خلکو لخوا تود هر کلی ورته وویل شو.
وروسته پلاوي د پکتیکا ولایت په اداري غونډه کې چې دهغه ولایت د ولایتي شورا غړو، سپین ږيرواو قومی مخورو هم شتون درلود ګډون وکړ.
په سر کې د پکیتکا والي ښاغلي محب الله صمیم لخوا میلمنو او ګډون والو ته ښه راغلاست وویل شو، ښاغلي والي په یاد ولایت کې د پرمختګونو، لاسته راوړنو او شته ستونزو په اړه خبرې وکړي.
وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي انجنیر امیرزی سنګین په خپل وارسره وینا وکړه اوپه لیرو پرتو سیمو کې يي دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پراختیايي پروګرامونه په اړه معلومات وړاندې کړل.د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجی وزیر ددغه ولایت په ډیرو لیرې پرتو سیمو کې د اړیکو د ښو زمینو د برابرولو په لاره کې ژمنه وکړه او ویی ویل: د مخابراتو وزارت په تیرو کلونو کې په دی بریالی شوی دی چی د هیواد خلکو ته ښه مخابراتی خدمتونه او اسانتیاوې برابرې کړی، ښاغلي وزیر ټینګار وکړ چې په هیواد کې د معلوماتی ټکنالوجې د پراختیا په خاطر زموږ هڅې دوام لري.
همدارنګه د ځايي چارواکو او خلکو لخوا مخابراتو وزارت پوري اړونده ستونزي د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو کیفیت، د انترنیت نه شتون او هغه ولسوالیاني چې تر دي مهاله مخابراتي پوښښ لاندې نه دي راغلي،په ګوته شوي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د هغو سیمو په اړه وویل چې تر اوسه پوري تر مخابراتي پوښښ لاندې نه دي راغلي وویل د مخابراتي خدمتونو نشتون یواځنی لامل امنیتي ستونزي شمیرل کيږي وزیرډيره هیله مندې وښوده چې په راتلونکي کال کې به داستونزې حل شي ځکه بودیجه او نور آسانتیاوي شتون لري.
دیادوني وړ دی ښاغلي وزیر د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالی ته هم سفر وکړ.په یاده ولسوالی کې د برمل ، ګیان ، زیړوک، ګومل، سروبي،سرحوزي ولسوالیو له قومي مشرانو،دولتي چارواکواودسمیو خلکوسره وکتل او دهغوي مخابراتي ستونزی يي له نیږدي وڅیړلي.
قومي مشرانو د هغوي په سیمه کې د مخابراتي او انترنتی خدمتونو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه چې د مخابراتو وزیر لخوا په ځواب کې وویل شول: په نیږدو راتلونکي کې به د نوري فایبر په مرسته پکتیکا مرکز له دوخواوو څخه د غزني او ګردیز له لاري به، له کابل سره وصل شي چې د ارګون د سړک د جوړیدو سره د ارګون د نوری فایبر غځول به ارګون او پرتي ولسوالیو ته انترنیتی خدمات ورسول شي.
دسیمه خلکو دا ګیله درلوده چې باید دغو ولسوالی ته د کابیني نور وزیران هم راشي ترڅو موږ هم د دي خاوري یوجز وبلل شو.
د سیمې خلکو د امنیت په اړه غوښتنه درلوده چې د سمیزو پولیسو په شمیر کې زیاتوالی راشي او دهغوی له کړنو څخه يي خوښي څرګنده کړه اوهمدارنګه یي غوښتنه درلوده هغه سیمې چې د ایتلاف ځواکونو لخو پریښودل کيږي باید افغان امنیتی ځواکونه يي ځای ډک کړي. دبیلګي په توګه د (لواړه) څخه امریکایي ځواکونه ووتل ځای تش پاتي شو چې دا مهال د ګیان ولسوالی د دښمن ترمستقیم تهدید لاندې راغلي ده.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د سفر په وروستیو کې د پکتیکا ولایت له مخابراتي تأسیساتو او دیاد ولایت د مخابراتوله ریاست څخه لیدنه وکړه.
پلاوی د مازدیګر په 4:30 په خیر سره کابل ته را ورسید.
