د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت د میرمن ډګرمن بیردن د مخه ښې په موخه غونډه جوړه کړه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د ۲۰۱۲ د جولای په لومړی نېټه  دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی په وزارت کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو دمشورتي ډلې مشرې میرمن ډګرمن الیزابت بیردن سره د مخه ښې په موخه غونډه  جوړه شوه.  ټاکل شوې چې اغلې بیردن په افغانستان کې د خپلې دندې د ترسره کیدو نه ورسته د نوې دندې په موخه له دې هېواد څخه لاړه شی. د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی  وزیر امیرزی سنګین د نوموړې د ښو مشورو څخه په  مننې څرګنده کړه او وویل  چې د نوموړې تر مشرتابه لاندې مخابراتي مشورتي ټیم ( TAT ) د مخابراتو له  وزارت سره د یو لړمهمو موخو په لاسته راوړلو او د اړوندو پالسیو په پلې کیدو او همدارنګه د امریکا د پانګوالو سره  په مستقیمو اړیکو جوړولو چې په  افغانستان کې  د سټلایټ په پراخیدو او د موبایل خدمتونو  د مارکیټ په برخه کې کار اوهمکاري ته لیوال دی مرسته کړې ده .

 میرمن بیردن په خپل وار سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي له جلالتماب وزیر او د هغه د ښه ستراتیژیک لید او بریالې رهبري څخه یادوونه او قدردانی او د نوروهمکاریو ژمنه وکړه.

په دې غونډه کې  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر د خپل څو ورځې وړاندې سفر د ښو خاطرو څخه چې د امریکا متحده ایالاتو ته د(ICF) د ۲۰۱۲د کال د جایزې د ورکړې غونډې ته یی د بلنې په موخه کړی وو خوښي څرګنده کړه. د یادوونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي  وزیر  امیر سنګین  ته نوموړې  د ۲۰۰۷ کال نړیواله جایزه د مخابراتي سکتور د پراختیا په برخه کې د ښې رهبرې او بریالي دندې له کبله ورکړ شوې وه .

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر امیرزي سنګین د خپل وروستي سفر په لړ کې د متحده ایالاتو د لوړ پوړو  چارواکو سره  په سپینه ماڼۍ ، پنتاګون او نورو مهمو موسسو او ادارو کې لیدنې او کتنې لرلې چې میرمن بیردن ددغو لیدنو په تنظیم کې هراړخیزه همکارې کړې وه .

د مخه ښې په دغه غونډه  کې د مخابراتو د مشورتی  ټیم د غړیو څخه  مرستیال جان هارن، ریيس ګریګوري امینټ،لاری وینتز او ځانګړي مشاور اولیور او همدارنګه د مخابراتو وزارت رهبري هیيت ،  د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې او د افغان پوست ریسانو هم ګډون کړی و.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته