د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزارت د اړتیا وړ بریښنایي توکو د چمتو کولو پروژې د داوطلبۍ خبرتیا

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د اړتیا وړ بریښنایي توکو د چمتو کولو پروژې کې برخه واخلي او خپل وړانديزونه د قرارداد له شرايطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، په تړلي ډول د سهار تر لسو بجو پورې د ۲۳/۳/۱۴۰۳ نیټې څخه د کابل ښار د دوهمې ناحیې اړوند د مخابراتو وزارت د ۱۸ پوړیزې وداني په ۱۴ پوړ کې د تدارکاتو د رئیس دفتر ته وسپاري. بې وخته او د بریښنالیک له لارې وړاندیزونه نشي منل کیدی.

نوماندان کولی شي د داوطلبۍ فورمه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ویب پاڼې www.mcit.gov.af  او د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان باید د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه د پنځه څلویښت زرو (۴۵۰۰۰) افغانیو په اندازه وړاندې کړي لکه څنګه چې د وړاندیز په ناسته کې په قرارداد کې مشخص شوي.

د داوطلبۍ پرانیست غونډه د ۲۳/۳/۱۴۰۳ نیټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د تدارکاتو ریاست په تالار کې جوړیږي.

سندونه:

د شرط پاڼي لینک

په درنښت

الحاج مولوی نجیب الله حیات حقانی

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت سرپرست

 

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۱۳ کابل
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د ابتکار او آسانتیا مرکز لپاره د کلني مصنوعي ځیرکتیا د روزنې او د کارونې وړ وسایلو (یوزرونو) د تهيې او پېرودلو پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان

د تهيې او پېرودلو پروژه د کابل ښار د لسمې ناحیې، شهرنو، د حاجي یعقوب څلورلارې، مسلم پلازا کې مېشت اکاشیا ټکنالوژۍ شرکت ته...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۵ کابل
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۸:۳۹ کابل
Background image

د کلاوډ زیربنا د امنیت او ساتنې پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان

په دې وسیله، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې له مخې، د عامو خلکو خبرتیا ته رسېږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کلاوډ...

Back to tenders