د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه
د ښځو نړیواله ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا د روان ۱۳۹۴ کال د حوت د میاشتې په ۱۸ مه نیټه ولمانځل شوه. د مراسمو په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي بریالی حسام د ښځو نړیواله ورځ دهیواد ټولو ښځوته مبارکي ورکړه . ښاغلي حسام وویل چې د دي غوڼدې موخه د ښځو مقام ته درناوي او خپل سیاسی، اقتصادي او ټولنیزو حقونو ته د هفوي لاس رسی دی او د مشرانو د احادیثو په استناد وویل چې ښخه د پاکۍ او مینې مظهر ده.
ښاغلي حسام د افغانستان په حکومت کې د ښځو وضعیت ته په کتو سره څرګنده کړه چې د ښځو د حقونو او کارکولو په برخه کې کارونه شوي دي او په دولتي دندو کې د ښځو د وضعیت د ښه والي لپاره پلانونه او مقررات رامنځته شوي دي چې د میرمنو رول په ګوته کوي.، خو کافی نه دي بیا هم له نیکه مرغه زموږ په هیواد کې د ښځو وضعیت مخ په ښه کیدو ده او د تیروکلونو څخه يي پرمختګ ترسترګو کيږي زموږ په وزارت کې زیاتره ښځینه کارکوونکې په دندو بوختې دي او د مخابراتو وزارت ژمن دی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې د ښځو رول، اغیزمنتوب او تشبث ته ډیره پاملرنه وکړي او هڅه کوو چې په لوړو پوستونو کې ښځینه کارکونکې په کار وګمارو.
ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند ښاغلي محمد یاسین صمیم په خپلو خبرو کې د مارچ ۸ مې نیټې په ویاړ د هیواد ښخو ته مبارکي ورکړه. ښاغلي صمیم زیاته کړه چې دغه ورځ یوه سمبولیکه ورځ نده بلکه په دغه ورځ کې د ښځو خوځښتونه د تبعیض پر وړاندې د مبارزې لپاره رامنځته شوي دي. ده هیله وکړه چې د دغې ورځې سمبولیکه بڼه له منځه لاړه شي او ښځو ته د هیواد په سیاسي، ټولنیزو چارو او د پریکړو په برخو کې لازمه ونډه ورکړل شي.
وروسته د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د جندر مسئوله ملالۍ یوسفزۍ او د معلوماتو د امنیت ریاست سرپرسته نادیه هاشمي په خپل وار سره خبرې وکړې، اود ښځو ورځ يي دهیواد ټولو ښځو اوپه ځانګړی ډول د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجی وزارت ښځینه کارکوونکو ته مبارکي ورکړې او د مخابراتو وزارت رهبري هیئت څخه مننه وکړه چې دښځو نړیواله ورځ یې په داسی شانداره ډول ولمانځله او همداراز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ښځو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې ښځینه کارکوونکو ته هغه تحفي چې دښځو ورځ په ویاړ برابري شوي وي د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ رهبري هیئت لخوا ورکړل شوي
